د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۷

د دوو چکي نجونو د تښتول کیدو غندنه وشوه


د پاکستان د بشري حقونو د ملاتړ کمیسون د بلوچستان ایالت په سرحدی سیمو کې د ناڅرګندو کسانو له خوا د دوو چکي نجونو د تښتول کیدو غندنه کړې ده.

د بلوچستان د کورنیو چارو ایالتي سکرټر اسد ګیلاني وايي، د هغوي د موندلو هڅې یې ګړندۍ کړې او استخباراتي ادارې د څرک په لټه کې دي.

ښاغلي ګيلاني د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وويل چې؛ استخباراتي ادارې دا امکان هم نه ردوي چې ښايي دا دواړه نجونه د سرحد پورې خوا ته بیول شوې وي:

"فکر کوو، موږ هغه ټولې سیمې کتلې چې هغوی د قيد امکان کېدای شي، زه دا نه وايم چې موږ هر غار او هره غونډۍ کتلې خو زموږ د معلوماتو خپلې سرچينې وي او د بلوچستان حکومت خپلې ټولې سرچينې په کار لګولي دي. په دې کې د پاکستان مرکزي حکومت او زموږ ټولو استخباراتي ادارو په ګډه له خپلو سرچينو څخه مالومات راغونډ کړي دي. بلخوا ځينې اطلاعات وايي، چې دوی د سرحد آخوا ته دې خو هلته هم زموږ رابطې دي."

نا څرګندو وسله والو ۲۵ کلنه انتونیو خراستيڅکا او ۲۴ کلنه هانا همپالووا ن د روان کال د مارچ په ۱۳ مه د بلوچستان له نوکنډي سيمې وتښتولې.

دا دواړه نجونه له ایرانه کویټې ته تللې وې.

دوی هند ته روانې وې.

د دوی د خبرو دا نوې ویډیو په اګست کې ثبت شوې او څرګندیږي چې دواړه نجونې له یو بلې جلا ساتل کېږي،هانا وايي چې؛ روغتیايي حالت یې ښه نه دی:

"زما صحت د دې ځای د اوبو او ډوډۍ له وجې ډېره خرابه ده. زه په ټينګار سره پر هغو خلکو چې دا پروسه پر مخ بيايي غږ کوم چې د حل لاره پيدا کړي. زه د خپلې ملګري انتونيو په اړه هم اندېښمنه يم چې هغه به مړه وي که ژوندۍ. نه پوهیږم چې تر څو به ژوندۍ یم ځکه دغه خلک خپل کار کوي او کېدای شي تاسو بيا زما غږ وا نه ورئ."

د دې ملګرې انتونیو په جلا ثبت شوې پيغام کې د چک جمهوریت د حکومته غوښتنه کړې چې د پاکستان پر حکومت فشار راوړي:

"مرسته راسره وکړئ چې؛ ژر خپل کور ته لاړه شم. مهرباني وکړئ او د پاکستان پر حکومت زیات فشار راوړئ چې زما له تښتوونکو سره همکاري وکړي."

د دواړو تښتول شوو نجونو کورنۍ د دې تازه ویډیو په لیدو خوشالي څرګندوي خو په عین حالکې د هغوي د روغتیايي وضعیت په اړه اندېښنه لري.

د دواړو نجونو میندو په یوه ویډیويي پيغام کې چې ازادي راډیو ته هم استول شوی ویلي:

"زه ايوا خراستيڅکا يم او دا سټونې همپالووا ده. موږ د هغو دوو چيکۍ نجونو هانا او انتونيو مېندې يو چې په مارچ کې په بلوچستان کې و تښتول شوې. موږ هغو خلکو ته چې دا نجوني ورسره دي وايو، چې موږ د خپلو لوڼو په ليدلو ډېر خوشاله شو. مهرباني وکړئ او د دوی ډېر خيال وساتۍ.

دوی هيچا ته ضرر نه دی رسولی او ستاسو څخه خواست کوو چې دوی ته ضرر مه رسوئ. موږ د ټولو پاکستانيانو مننه کوو چې زموږ د لوڼو د خوشي کولو ملاتړ کوي او موږ دعا کوو چې دوی په خوشالۍ کور ته راشي."


د پاکستان د بشري حقونو د کمیسون د بلوچستان د چارو مسول طاهر حسېن نن ازادي راډیو ته وویل، د چک جمهوریت حکومت یا د تښتول شویو نجونو خپلوانو تر اوسه د دوي سره تماس نه دی نیولی:

"د اغوا (تښتونې) مسله موږ مخکې هم غندلې وه او اوس يې هم غندو. دا په وار وار د پاکستان د حکومت څخه زموږ اوله غوښتنه وه چې د خلکو د ځان او مال د ساتنې په اړه خپل مسولیت ادا کړي."

په پاکستان کې د دواړو برمته شویو چکي نجونو په تازه ویډيو کې د هغوي د تښتونکو غوښتنې نه دي څرګندې شوې.

خو په هغه ویډیو کې چې څو مياشتې وړاندې د چک حکومت خپره کړې وه ، دې نجونو ویلي وو چې برمته ګر په امريکا کې د یوې بندي پاکستانۍ ساينسپوهې عافيه صديقي د خلاصون غوښتنه کوي.

په پاکستان کې تر دې مخکې هم یو شمیر بهرنیان تښتول شوي چې ځينې يې وژل شوي او ځيني یې د پيسو په بدل کې خوشي شوي دي.
XS
SM
MD
LG