د بلوچستان د مالوماتي ټيکنالوژۍ او انجينرنګ په پوهنتون کې اتيا تنه افغان محصلين هم زده کړې کوي، دوى شکايت کوي چې د تېرو دوو سميسټرونو فيسونه يې نه دي ورکړل شوي او پوهنتون ورته په را روانو ازموينو کې برخه نه ورکوي، په دوى کې شاوخوا دېرش محصلين يې له زدکړو فارغه شوي، خو هغوى ته هم له دې امله چې فيسونه يې نه دي ادا شوي، د فراغت اسناد نه ورکول کېږي.
د بلوچستان د مالوماتو، ټيکنالوژۍ، انجينرنګ او اداري علومو په پوهنتون کې د افغانستان د بېلابېلو ولايتونو شاوخوا اتيا تنه محصلين زدکړې کوي.
دوى ته د پاکستان د لوړو زدکړو وزارت بورسونه ورکړي، چې وايي پخوا يې د پوهنتون فيسونه او د دوى د استوګنې پيسې پر وخت ورته را رسېدلې، خو اوس يې د دوو شپږمياشتنيو تعليمي دورو يا سميسټرونو پيسې نه دي ورته را رسېدلې، چې د دوى زدکړې ورسره اغېزمنې شوې دي.
د ننګرهار ولايت د کامې وسلوالۍ يو محصل عزت شاه- چې د کمپيوټر انجينېرنګ په پوهنځي کې زدکړې کوي- په دې اړه وايي:
«زما شپږم سميستر ختم شو، اووم سميستر مي شروع دى، تر اوسه موږ ته د دغو دوو سميسترونو پيسې نه دي راکړل شوې، زموږ د پوهنتون فيس هم نه دى ورکړل شوى، موږ څو ځله د افغانستان له سفارت سره خبرې وکړې، هغوى ويل د پاکستان د لوړو زدکړو وزارت ته شکايت وکړئ، خو هغوى ته مو چې مراجعه وکړه، هغوى کله وايي نتيجه نه ده راغلې، کله وايي بوديجه نه شته، موږ د افغانستان د لوړو زدکړو له وزارته ګيله کوو، چې تر اوسه يې زموږ هيڅ پوښتنه نه ده کړې.»
په دغو محصلينو کې نيمايي يې اوس له زدکړو فارغه شوي او په دې تمه دي چې ژر تر ژره د فراغت سندونه تر لاسه کړي او افغانستان ته ستانه شي، خو وايي د دوى د وروستي سميسټر فيسونه هم نه دي ورکړل شوي، ځکه نو د دوى نتايج هم ځنډول شوي او دوى په همدې تمه بېکاره شپې سبا کوي. د فراه ولايت اوسېدونکى حکمت الله کليوال چې له زدکړو فارغه شوى، وايي:
«په دې پوهنتون کې موږ په لومړي ځل څلوېښت محصلين شامل شوو، له هغوى څخه اوس ٣٢ محصلين فارغه شوي يو، خو يوه ته هم شهادتنامه نه ده ورکړل شوې، چې افغانستان ته لاړ شي، يو کار يوه وظيفه پيدا کړي، موږ پوهنتون ته وايو چې موږ ته اسناد راکړئ، خو د پوهنتون مقامات راته وايي چې تر څو ستاسې فيس رانه شي، شهادتنامې او اسناد نه شو درکولاى، دا څلور مياشتې کېږي چې بې سرنوشته دلته انتظار باسو»
سره له دې چې د کوټې د مالوماتو، ټيکنالوژۍ او انجينېرۍ په دې پوهنتون کې دننه هم ليليې شته، خو د محصلينو د شمېر د زياتوالي له امله د پاکستان له نورو ايالتونو راغلي او دغه افغان محصلين په کوټه کې په بېلابېلو ځايونو کې په کرايې کورونو کې اوسېږي.
افغان محصلين وايي، د بورسونو د پيسو د نه راتګ له امله د کرايې کورونو استوګنه هم ورته ستونځمنه شوې ده.
د لغمان ولايت اوسېدونکى سعدالله- چې د کمپيوټر انجينېرنګ په پوهنځي کې زده کړې کوي- په دې اړه وايي:
«دلته موږ په هغو پيسو اوسېږو چې د پاکستان حکومت يې راکوي، خو دغه پيسې چې نه دي راغلې، زموږ پر ژوند يې سخت منفي اغېز کړى دى، د کور د څلورو- پينځو مياشتو يو- يونيم لک کلدارې د کرايو راپسې پاته دي، پوهنتون ته د تلو خرڅونه دي، د ګازو او برېښنا بلونه راپسې پاته دي، ژمى راغى دومره پيسې نه لرو چې ځان ته څه اسباب برابر کړو.»
د افغان محصلينو دا ستونځه مې په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت د فرهنګي چارو له مسوول نقيب الله ابراهيم خېل سره شريکه کړه.
ښاغلي ابراهيم خېل وويل چې؛ د دې ستونځې په اړه خبر ورته رسېدلى او ډېر ژر به د پاکستان د لوړو زدکړو د وزارت له مقاماتو سره خبرې وکړي چې دا ستونځه حل شي:
«موږ ته د دوو سميسترونو د پيسو د نه ور رسېدو په اړه شکايت نه دى را رسېدلى، خو د دوى د روان سميسټر د پيسو په اړه مو د پاکستان له مقاماتو سره خبرې کړي، هغوى وايي دا يو دولتي کړنلار ده، کار پرې روان دى، په نژدې وخت کې به دا ستونځه حل شي، پخوا به يې محصلينو ته د سميسټر په پيل کې پيسې ورکولې، خو ځينو محصلينو به دغه پيسې تر لاسه کړې او کابل ته به ستانه شول، بيا دوى خپله کړنلاره بدله کړه او پيسې د سميسټر په پاى کې ورکول، که خداى کول محصلينو ته به دغه پيسې او سکالرشيپونه ډېر ژر ورکړل شي.»
که څه هم دغه افغان ځوانان دلته د زدکړو لپاره راغلي او د کار اجازه نه لري، خو وايي د دوى د استوګنې او شخصي خرڅ لپاره پر وخت د پيسو د نه را رسېدو له امله ځينې محصلين اړ شوي چې د شپې له خوا کارونه يا چوکيدارۍ وکړي.
راپور: بارکوال مياخېل، کوټه