د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۱۴

له افغان حکومته د اسیايي بانک غوښتنې!


د اسیا پراختیايي بانک له افغان حکومته غواړي، چې د 2014 م کال د اندېښنو د پای ته رسولو لپاره جدي کار وکړي.

د دې بانک رئیس وايي، حکومت او عام افغانان باید دغه کال د نیک پال په توګه وګڼي او د ځینو ستونزو او ښه پرمختګونو پيل یې هم وبولي.

د اسیا پراختیايي بانک په تیرو 11 کالو کې په افغانستان کې پر بېلابېلو پروژو 3.2 میلیارډه ډالره لګولي دي.

د دې بانک مسوولین له 2014 کال وروسته هم له افغانستان سره د خپلو مرستو د دوام ژمنه کوي.

د اسیا پراختیايي بانک له 2014 م کال وروسته د افغانستان په اړه اندېښنې بې ځایه بولي خو وايي، چې افغان حکومت باید د پرمختګ لپاره مهم کارونه ترسره کړي.

د افغانستان لپاره د دې بانک رییس وایي، که له ۲۰۱۴ میلادي وروسته د افغانستان د امن او اقتصادي پرمختګ په اړه اندېښنې شته، نو افغان حکومت او خصوصي سکتور یې باید د پای ته رسولو لپاره عملي کار وکړي.

جوجي توکېشي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، له 2014م کال وروسته د نا امنیو په اړه اندېښنې په هغه اندازه هم نه دي، چې اوس یې تصور کېږي:

“په 2014 م کال کې د بهرنیو ځواکونو وتل او بیا د نوي حکومت لپاره د انتخاباتو کول، د ترهګرو له موجودیت سره، په هېواد کې به څه کېږي، نو زه ویلای شم، چې موږ باید دومره هم ونه بیریږو.

مهمه خبره دا ده چې؛ موږ دې مسایلو ته تیار و اوسو، اوس دا د حکومت او شخصي سکتور مهمه ده چې؛ د کار لپاره جدي پرېکړي وکړي او مرسته کوونکې باید دا روښانه کړي، چې دوی د پرمختګ لپاره تر ډېره وخته دلته دي.”


له 2002 م کال راهیسي چې؛ د اسیا پراختیايي بانک په افغانستان کې کار پيل کړی، دې بانک د حلقوي سړک، دې هېواد ته له ازبکستان او تاجکستان څخه د برېښنا د را وستلو، ټرانسپورټ، د پاکو اوبو د برابرولو هوايي ډګر او نورو پروژو له بشپړېدو سره مالي مرستې کړي دي.

دا بانک وایي، پر داسې یوه پروژه هم کار کوي، چې د افغانستان له شمال څخه جنوبي ولایت کندهار ته برېښنا ورسوي.

د اسیا د پراختیايي بانک د معلوماتو له مخې افغانستان په 1392 لمریز کال کې 3.7 فیصده اقتصادي وده کړې او په ۱۳۹۳ لمریز کال کې به دا اندازه 5.8 فیصده ته پورته شي.

د دې بانک د مسوولینو په خبره په تیرو 11 کلونو کې یې د افغانستان د پرمختګ او بېلابېلو پروژو د بشپړولو لپاره 3.2 میلیارډه ډالره لګولي دي.

د افغانستان لپاره د اسیا د پراختیايي بانک رئیس ښاغلی توکېشي وايي، له افغانستان سره به د اوږد مهال لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکړي:

“هر کال په اوسط ډول موږ له څلورو سوو تر څلور نیم سوو میلیونو ډالرو پورې د دغو بنسټیزو پروژو لپاره برابرو.

مهمه خبره دا ده، چې د اسیا پراختیايي بانک به د ډیر وخت لپاره دلته وي، دا د اوږده وخت لپاره زموږ ژمني دي.”


د اسیا پراختیايي بانک داسې وخت د افغانستان په اړه له 2014 م کال وروسته اندېښنې بې ځایه بولي، چې د دې هېواد په هره برخه کې خلک له دې امله سختې اندیښنې څرګندوي.

په دې کال له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل، د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات او په هیواد کې رواني نا امنۍ دا اندیښنې لا زیاتې کړي.

دغه رازد لودیدیځورسنیو لخوا په ډیرو خپاره شویو راپورونوکې ویل سوي، چې ممکن افغانستان له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته له کورنۍ جګړې سره مخ شي، اقتصادي پرمختګ یې بند سي او د تیري یوې لسیزي لاس ته راوړنې یې په اوبو لاهو شي.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG