د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۴۸

امريکا په اروپا کې د خپلې استخباراتې فعالیت دفاع وکړه


د امريکا د ملي استخباراتو د ادارې مشر جيمز کلپر کانګرس ته وويل چې د نورو هيواد د مشرانو جاسوسي له پخوا راهيسې دود ده او دا کار يوازې امريکا نه کوي ډير نور هيوادونه يې هم کوي:

« دا يوه تلپاتي اصل دي او له تيرو پنځوسو کلونو راهيسې چې زه په استخباراتو کې يم، د بهرنيو مشرانو په برخه کې چې څه بيان شوي او موږ څيړلي، ابتدايي بڼه لري».

جيمز کلپر بيا د جرمني د صدراعظمې انګيلاميرکل د ټيلفوني مکالمې د څارنې او اوريدلو په اړه لږ غلي شو او ويې ويل، د امريکا متحدانو د اروپايي ټولنې د غړيو په ګډون د امريکا جاسوسي هم کړې ده.

د کانګرس د استخباراتو کميټې ته د جيمز کلپر ترڅنګ د امريکا د ملي امنيت د ادارې مشر کيت الکساندر هم توضيحات ورکړل.

کيټ الکساندر وويل، د امريکا د ملي امنيت ادارې هغه راپورونه رد کړې دي چې امريکا په پراخه کچه د خپلو اروپايي متحدانو ټيلفونونه ثبت کړې دي.

د دغې جاسوسۍ خبره د هغو سندونو له مخې افشا شوه چې د امريکا د ملي امنيت د ادارې پخواني قراردادي اډوارډ سنوډن يو شمير سندونه رسنيو ته وسپارل. سنودن اوس په روسيه کې ژوند کوي.

د کانګرس اکثر غړيو د امريکا د استخباراتو د ادارو د مشرانو د څرګندونو ملاتړ وکړ خو د کانګرس يو شمير غړي پر دې مسالې د دې لپاره خوابدې وو چې ولې تر اوسه دوي ته په دې اړه معلومات نه دې ورکړل شوي.

د ديموکراتانو استازي جان شاکاسکي وويل:

« ولې موږ په دې برخه کې چې د هيوادونو د مشرانو مکالمې ثبت کيږي او څارنه يې کيږي، معلومات نه لرل؟ د دغه ولې علتونه خورا مهم دي، ځکه چې يو پراخ مفهوم لري د پاليسۍ مساله ده او کيداي شي چې امريکا له يوه سخت دريځ سره مخامخ کړي»

د امريکا کانګرس په داسې وخت کې دا مساله څيړلې ده چې د اسپانيا الموندو ورځپانې خبر ورکړي دي چې د امريکا د ملي امنيت ادارې په اسپانيا کې تر شپيته مليونه ډيرې ټيلفوني مکالمې اوريدلې دي او ثبت کړې دي.

د امريکا په اروپايي متحدانو کې د اسپانيا سربيره جرمني، فرانسې او ايټاليا د امريکا له لورې د مکالمو د ثبت او اوريدو په اړه د ولسمشر بارک اوباما له ادارې د لازياتو توضيحاتو غوښتنه کړې ده.
XS
SM
MD
LG