د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۰۳

"که امنیتي سند لاسلیک نه شي، کمکونه به ناممکنه وي"


په کابل کې د امریکا سفیر وایي، که چیرې افغان حکومت له دوي سره امنیتي او دفاعي سند لاسلیک نه کړي، له افغانستان سره به د امریکا مرستې نا ممکنه وي.

جیمز کننګهم نن خبریالانو ته وویل چې؛ دغه سند له افغانستان سره د راتلونکو مرستو او پروګرامونو پیلامه ده او هیله ده چې؛ د راتلونکي مشورتي لویې جرګې ګډونوال یې هم ارزښت درک کړي.

له دې وړاندې د امریکا د سنا د پوځي خدمتونو د کمیسیون مشر هم ویلي وو، که پر دې سند موافقه ونه شي له افغانستان سره به هر ډول پوځي مرستې بندې شي.

که څه هم افغان حکومت له امریکا سره د امنیتي او دفاعي سند لپاره د مشورتي لویې جرګې په تیاریو بوخت دی، خو امریکایي چارواکي وایي، که دا سند لاسلیک نه شي، له افغانستان سره به د دوي مرستې هغه شان چې دوی یې غواړي دوام ونه کړي.

په کابل کې د امریکا سفیر جیمز کننګهم وایي، له افغانستان سره د دوي د راتلونکو اقتصادي او امنیتي مرستو پلانونه یو له بل سره تړلي دي او د دې مرستو برخه لیک په همدې سند پورې تړلی دی.

کننګهم د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته په دې اړه وویل:

"د مرستو ټولې بستې په امنیتي سند کې راټولې شوي، امنیتي سند به له افغانستان سره زموږ امنیتي او نورو مرستو ته امکان ورکړي، دا یو حقیقت دی چې که دا سند نتیجه ورنه کړي هغه څه چې مونږ اوس په افغانستان کې کوو، په راتلونکې کې به امکان ونه لري."

نوموړي وویل چې؛ دغه سند نه یوازې د افغانانو، بلکې د ګاونډیو او د سیمې د هېوادونو د امنیت او ثبات په ګټه هم دی.

له دې وړاندې د امریکا د سنا د پوځي خدمتونو د کمیسیون مشرکارل لوین هم ویلي وو، که پر دې سند موافقه ونه شي له افغانستان سره به هر ډول پوځي مرستې بندې شي.

په عین حال کې په کابل کې د امریکا سفیر وایي، چې دوي په افغانستان کې دایمي هډې نه غواړي، بلکه د یوه محدود وخت لپاره به د افغانستان میلمانه وي او له خپلو مرکزونو څخه به په کوم بل هېواد حمله هم ونه کړي.

د امریکا سفیر دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې افغان حکومت د عقرب میاشتې په وروستیو کې له واشنګتن سره د امنیتي سند په اړه مشورتي لویه جرګه جوړوي.

په دې جرګه کې به په دې هم مشوره کیږي چې له ۲۰۱۴ کال وروسته د پاته کیدونکو امریکایي ځواکونو د عدلی اوقضایي تعقیب صلاحیت به د چا په لاس کې وي.

خو د امریکا سفیر وایي، په هربهرني هیواد کې چې د دوی پوځیان کوم جرم وکړي، د امریکا اصول دادي چې باید د خپل هیواد دننه محاکمه شي:

"غواړم دا ووایم چې ځینې غلط فهمۍ پيدا شوي، مونږ نه غواړو چې ځواکونو مو د د کوم جرم په صورت کې قضایي مصئونیت ولري، که ضرورت وي دوی ته سزا ورکول کیږي خو د امریکا ترقانون او قضایي صلاحیت لاندې، دا یوه حساسه موضوع ده او ولسمشر هم لویې جرګې ته وړاندې کړې چې مونږ یې درناوی کوو."

افغان چارواکو هم له دې وړاندې په وار وار ویلي چې؛ له امریکا سره به امنیتی او دفاعي سند لاسلیک کړي، خو په دې شرط چې د افغانستان شرایط ومني.

له افغانستان سره دوامداره امنیتي او اقتصادي مرستې او په هیواد کې د سولې ټینګښت د افغان حکومت له اساسي شرطونو څخه دي.

که څه هم د هیواد دننه ځینې کړۍ ددۍ سند له لاسلیکیدو سره مخالفت لري، خو یوشمیر کارپوهان وایي، افغانستان اړ دی چې د امریکا په څیر یوه هیواد سره خپلې اړیکې وساتي.

راپور: اسدالله "لودین"
XS
SM
MD
LG