د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۶ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۳

نواز شریف: طالبان دې له افغان حکومت سره د سولې خبرې وکړي


د پاکستان صدراعظم په لندن کې د افغانستان له ولسمشر او د بریتانیا له صدراعظم سره په درې اړخیزه غونډه کې له ګډون د مخه پرون پر افغان طالبانو غږ وکړ چې؛ له افغان حکومت سره د سولې خبرې وکړي.

د درې واړو هېوادونو مشرانو پرون د اسلامي اقتصادې غونډې په حاشیه کې سره وکتل.

د بریتانیا صدراعظم له دې مخکې هم د افغانستان او پاکستان د مشرانو ترمنځ د غونډی کوربه و.

نوریاس نوري په دې اړه له لندن کې له افغان کارپوه عتیق الله بریالي سره مرکه کړې او لومړی یې ترې پوښتنه کړې چې؛ له درې اړخیزې غونډې مخکې د نوازشریف دغه څرګندونې څه ډول ارزوي؟
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:37 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG