د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۲:۳۵

ثابت: د ۴٪ افغانانو پیسې د هېواد په دننه بانکونو کې ساتل کیږي

افغان چارواکي وايي، که څه هم په وروستیو درېیو کلونو کې د هغو افغانانو شمېر دوه برابره شوې چې؛ بانکي حسابونه (اکونټونه) لري؛ خو لا هم د افغانستان خلک خپله ډیره برخه پیسې یا په کورونو او یا هم له هېواده بهر په بانکونو کې ساتي.

د افغانستان د مالیې وزارت چارواکي وايي چې؛ په هېواد کې د خلکو یوازې څلور فیصده پیسې په هېواد کې دننه په بانکونو کې ساتل کیږي.

د دې وزارت مرستیال ګل مقصود ثابت وايي چې؛ په افغانسان کې د خلکو دوه ملیارډه ډالره پیسې په هېواد کې په کورنیو بانکونو کې ایښودل شوي؛ په داسې حال کې چې پنځوس ملیارډه ډالره یې یا په کورونو کې ساتل کیږي او یا هم له هېواده بهر په بانکونو کې.

نوموړي له حکومت څخه وغوښتل چې؛ د بانکونو په برخه کې دې داسې قوانین او اسانتیاوې رامنځ ته کړي چې؛ پر بانکي سیستمونو د خلکو باور لا ډير شي:

"اوس دا د حکومت وظیفه ده، چې بانک ته داسې تشویقي پروګرامونه وړاندې کړي؛ چې هغه بانک په دې مجبور کړي، چې خلکو ته پیسې ورکړي. که حکومت داسې پالیسۍ جوړې کړي، چې یو بانک خلکو ته پیسې ورکوي، موږ ورته سهلتونه ورکوو. نو بانک تشویقږي او خلکو ته قرضې ورکوي."

ښاغلي ثابت دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ په کابل کې (تمویل ته لاسرسی) په نوم د بانکونو په اړه په یوه نندارتون کې وکړې.

کابل بانک د افغانستان یو تر ټولو لوی خصوصي بانک بلل کیږي چې؛ شاوخوا دوه کاله مخکې وروسته له هغې د حکومت تر کنترول لاندې راغلی چې؛ په غیرقانوني توګه د شاوخوا نهه سوو ملیونو ډالرو د ویستل کېدو راپور ترې خپور شو.

له دې پيښې وروسته په ا فغانستان په خصوصي بانکونو د خلکو باور زیانمن شو.

خو بل خوا د افغانستان د بانکونو د اتحادیې مسوولین وايي؛ په تېرو درېیو کلونو کې د هغو کسانو شمېر دوه برابره شوې چې؛ په بانکونو کې خپلې پیسې ږدي.

د دې ټولنې رییس خلیل صدیق وايي چې، اوس درې ملیونه افغانان بانکي حسابونه لري.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل:

"په بانکونو کې د خلکو ډیپازټونه یا پیسې شاوخوا ۱۲۰ میلیارده افغانۍ دي. موږ په دې باوري یو چې هر کال به په دې برخه کې له ۲۰ تر ۳۵ فیصدو پورې زیاتوالی راځي."

د افغانستان د مخابراتو، معلوماتي او ټکنالوژۍ وزیر امیرزي سنګین وویل؛ دا چې اوس په نړۍ کې بانکداري الکترونیکي شوې؛ حکومت به هڅه وکړي چې، په افغانستان کې هم په دې برخه کې سهولتونه رامنځ ته کړي.

ښاغلي سسنګین زیاته کړه وزارت یې هڅه کوي چې؛ د بانکونو اکونټونه له هرډول تعرض څخه خوندي کړي او په دې سره د خلکو اعتماد ترلاسه کړي.

په کابل کې د امریکا سفیر وویل چې؛ ېیواد به یې د سوداګرۍ او دښې بانکدارې په برخه کې له افغانانو سره مرستو ته دوام ورکړي.

جیمز کنینګهم زیاته کړه، د افغانستان راتلونکې د افغانانو په وړتیا پورې تړاو لري چې؛ څرنګه کولای شي، خپل اوږدمهاله اقتصادي پلان طرحه او د خپلواقتصادي لومړیتوبونو د تمویل وړتیا لوړه کړي.

راپور: رحمت الله افغان
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG