جمهور رییس حامد کرزي د کابینې د هغو دریو غړو پر ځای نوي کسان وټاکل چې؛ د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د سیالۍ لپاره یې استعفاوې کړې وې.
د ولسمشر کرزي د بېلو فرمانونو له مخې ضرار احمد مقبل د بهرنیو چارو د وزیر په توګه، د ولسي جرګې پخوانی غړی انجینر محمد عارف نورزی د اوبو او بریښنا وزیر په توګه او اکبر بارکزی د کانونو او پطرولیم وزیر په توګه نومول شوي دي.
ضرار احمد مقبل تر اوسه له مخدره موادو سره د مبارزې وزیر وو؛ چې د جمهوري ریاست د چارو اداره وايي؛ له دې پوسته به استعفا وکړي.
د چارو ادارې ویاند رفیع فردوس د دوشنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل چې؛ ټاکل شوې ده دغه نومول شوي وزیران ډیر ژر ولسي جرګې ته د اعتماد رایې د اخیستلو لپاره وروپيژندل شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر زلمي رسول د جمهوري ریاست انتخاباتو د ځان د کاندیدولو لپاره استعفا کړې وه.
همداراز د ابو او انرژۍ پخوانی وزیر محمد اسمعیل له استعفا وروسته د عبدالرب رسول سیاف لومړی مرستیال شو او د کانونو وزیر وحیدالله شهراني د یوه بل احتمالي کاندید قیوم کرزي لومړی مرستیال شو.
شاوخوا پنځه ویشتو کسانو د انتخاباتو په سیالیو کې د ګډون لپاره له دولتي پوستونو نه استعفاوې کړي دي.
له مهمو پوستونو څخه تراوسه د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ته نوی کس او د ننګرهار او بامیانو د ولایتونو لپاره نوي والیان نه دي ټاکل شوي.
همداراز د اشرف غني احمدزي او عزیز الله لودین پر ځای هم پر ځای هم افغان ځواکونو ته د انتقال د پروسې د کمیسیون او له فساد سره د مبارزې د عالي ادارې لپاره نوي رییسان نه دي ټاکل شوي.
د چارو ادارې ویاند رفیع فردوس آزادي راډیو ته وویل چې ډیر ژر به د هغو نورو کسانو لپاره هم نوي کسان ونومول شي چې له خپلو دندو یې استعفاوې کړي دي.
د دوشنبې په ورځ ولسمشر په خپل یوه بیل فرمان کې کرام الدین کریم چې د فوټبال د فدراسیون رییس و، د المپیک د ملي کمیټې د رییس په توګه وټاکه.
د دې کمیټې رییس ظاهر اغبر څو ورځې مخکې د هغه څه له امله چې نوموړي په خپلو کارونو کې بهرنی مداخله وبلله، له خپلې دندې استعفا وکړه.