د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۵۴

په ګرجستان کې ګیورګي مرګولاشویلي ګټونکی شو


په ګرجستان کې ګیورګي مرګولاشویلي ګټونکی شو
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:28 0:00

د ګرجستان د انتخاباتو چارواکي وايي؛ لومړني نتايج ښيي چې "جيورګي مارګوي لاشويلي" د ولسمشرۍ انتخابات ګټلي. د پرونيو انتخاباتو تر نيمايي کمې رايې شمېرل شوې دي، چې له مخې يې د ګرجستان د ”خيال“ په نامه د واکمن ایتلاف دغه کانديد شا و خوا ٦٣ فيصده رايې ګټلې دي. د ليرې کېدونکي ولسمشر د متحد ملي غورځنګ کانديد "داويت باکرادزي" بيا ٢١ فيصده رايې خپلې کړې دي. نتايج ښيي چې، د پارلمان پخوانى مشر "نينو بوردهزانازدي" شا و خوا ٩ فيصده رايې ګټلې دي. د انتخاباتو مرکزي کميسيون وايي، نژدې ٤٧ فيصده رايه ورکوونکو په انتخاباتو کې خپلې رايې کارولې دي.

XS
SM
MD
LG