د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۴۶

د انتخاباتو له کمیسیونه د مدني ټولنې غوښتنه


د مدني ټولنې د سازمانونو د همږغۍ مرکز د انتخاباتو له خپلواک کمېسیون څخه غواړي، چې د انتخاباتو پر بهیر د څار په برخه کې دوي ته لا ډيره ونډه ورکړې.

د دې مرکز مسوولین وايي، د کمېسیون له خوا د کاندیدانو له لومړني لیسته د ځینو احتمالي کاندیدانو ایستلو پر وخت باید د مدني ټولني ادارې موجودې وای.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د کاندیدانو له لومړني لیست څخه د 16 احتمالي کاندیدانو نومونه ایستلي او یوازي د لسو کسانو نومونه په کې شامل دي.

د انتخاباتو خپلواک کېمسیون بیا وايي، چې د احتمالي کاندیدانو د اسنادو د څېړلو او له لومړني لیست څخه د یو شمېر کاندیدانو د ایستلو بهیر د بیلابیلو ادارو په مخ کې بشپړ شوې.

د مدني ټولني د سازمانونو د همږغۍ مرکز په انتخاباتي چارو کې د مدني بنسټونو رول مهم بولي او وايي، چې دې د انتخاباتو په بهیر د لا ډیرې څارنې زمینه باید ورته برابره شي.

د دې مرکز مسوولینو د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې باید د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د کاندیدانو له لومړني لیست څخه د یو شمېر احتمالي کاندیدانو د ایستلو پر وخت ورغوښتې وای.

د مدني ټولنې د همږغۍ د مرکز مسوول حیات الله حیات وايي، چې دغه ټولنې کولای شي، د رڼو او عادلانه انتخاباتو لپاره ښه رول ولوبوي.

دغه مرکز د انتخاباتو له خپلواک کمېسیون څخه غواړي، چې له لومړني لیست څخه د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د احتمالي کاندیدانو د ایستلو دلایل له مدني تولني او خلکو سره شریک کړي او دوی تر دې مهاله وړاندي سوي دلایل د منلو وړ نه بولي.

د انتخاباتو خپلواک کېمسیون د تلي میاشتي پر 30 مه د ولسمشرۍ د کاندیدانو له لومړني 26 کسیزه لیست څخه د شپاړلسو کسانو نومونه ځکه و ایستل، چې د کېمسیون د چارواکو په خبره اسناد یې نیمګړي وه.

د 16 ایستل سوو کسانو له انتقادونو او اعتراضونو وروسته د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وویل، چې ددغو احتمالي کاندیدانو څخه دوو تنو یې دوه تابعته درلودل او د ځینو نورو په وړاندي سوو اسنادو کې ستونزي موجودي وې.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند نور محمد نور ازادۍ راډیو ته وویل، چې د انتخاباتي چارو د بهیر په دغه برخه کې هم د څار حق د ځینو ادارو هغو استازو ته ورکړل سوی و، چې له دې کمېسیون سره یې نومونه لیکې وه:

“هغه بنسټونه چې زموږ سره یې نومونه لیکلي دي، هر وخت چې وغواړي راتلای سي، هیڅ خنډ نسته، موږ دا اسانتیا ورته برابره کړې ده، خو کمېسیون پر هیڅ بنسټ فشار نه سي راوړی، چې په زوره له دغه بهیر څخه څار وکړي.

که خپله وغواړي چې راسي، کمېسیون یې په ورین تندي مني، خو که رانسي نو دغه بهیر درولای هم نه سي.”


د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخي اوس مهال تر 80 ډیرو کورنیو او بهرنیو ادارو د انتخاباتو پر بهیر د څار لپاره په دې کمېسیون کې نومونه ثبت کړي دي او شا او خوا زر تنه استازي یې ور پیژندلي دي.

د انتخاباتي شکایتونو د اورېدلو کېمسیون ویلي، له لومړني لیست څخه د ایستل سوو احتمالي کاندیدانو اسناد دوی څېړي او که چیري د کوم کس اسناد سم وي، نو په وروستي لیست کې به شامل شي.

ټاکل سوې د ولسمشرۍ او ولایتي شورا ګانو د کاندیدانو وروستۍ لیست د لړم میاشتي پر 25 مه اعلان شي.

راپور: معصوم میوند
XS
SM
MD
LG