په لسګونو تنو ښځو په کابل ښار کې د انجونو او ښځو د ځورولو پر خلاف مظاهره وکړه.
مظاهرکوونکو ویل، د کابل په لارو او کوڅو کې یو شمیر نارینه په خاصه توګه ځوانان ښځې او نجونې ځوروي چې دا کار د ښځو د پرمختګ په مخ کې یو خنډ دی.
دا مظاهر د یکشنبې په ورځ د افغان ښځو د شبکې، مدنې ټولنې، او د ښځو لپاره د ملګروملتونو د ادارې لخوا تنظیم شوي وه.
دا د هغو لسګونو ښځو غږ دی چې په کابل ښار کې یې مظاهره وکړه او په عامه ځایونو کې د ښځو د ځورولو د ختمیدو غوښتونکې شوې.
د ملګرو ملتونو د پریکړي په اساس د هرې میاشتې ۲۵ نیټه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له مینځه وړلو نړیواله ورځ ده چې دا میاشت یې شعار په عامه ځایونو کې د ښځو او نجونو خوندیتوب دی.
په دې وروستیو څو کلونو کې د کابل په شمول د هیواد په یو شمیر لویو ښارونو کې په عامه ځایونو کې د نجونو او ښځو ځورول یوه ستونزه جوړه شوې.
د یکشنبې په ورځ ددې ځورنې پرخلاف له مظاهره کوونکو څخه یې څو تنو ازادي راډیو ته وویل:
(ازار ورکول اوس یو داسي حالت ته رسېدلی، چي یو شمېر ځواني نځوني ښوونځی ته هم نه سي تلای، د ځینو مدني ټولنو د نن ورځي د مظاهرې هدف هم دا دی، چي مسوولي ادارې متوجې کړي، چي ددغه ډول ازار ورکولو مخنیوی وسي.”
“ازار یوازي فزیکي او نه هم لفظي دي، بلکي کله چي یو څوک تاسو ته په کتلو سپکاوی وکړي، دا تاسو ته ازار در کوي او له دې ازار څخه یوه ښځه هم په امان نه ده.
دا مظاهره د افغان ښځو د شبکې، مدنې ټولنې او د ښځولپاره د ملګروملتونو د ادارې په همکاري تنظیم شوې وه.
په نړۍ کې د سړیو له خوا پر لارو کوڅو کې په یوه او بله بڼه د ښځو ځورونه شته ، خو د کابل ښار ځینې اوسیدونکې وايي، په کابل ښار کې هم دا ستونزه ورته سرخوږی ګرځیدلی دی.
د ځینو مظاهره چیانو په باور په افغانستان کې ددې کار عوامل د ځوانانو وزګارتیا، د تعلیم ټیټه سطحه او د ودونو لوړ مصاف دي.
دا چې ځینې ځوانان ولې نجونې ځوروي، دا پوښتنه مې د کابل له دوو تنو ځوانانو سره شریکه کړه:
“په هغو ځایونو کي چي زموږ په فکر څوک ولیدل سي، هلته پولیس ګزمې کوي او که دغه ډول کسان ولیدل سي، تر پیژندلو وروسته هغوی نیسي.”
بل خوا د کورنیو چارو وزارت وايي، چې پولیسو په سلګونه تنه ځوانان د ښځو او انجونو د ځورونې په تور نیولي.
د ښځو د حقونو فعالانې وايي باید د نجونو د ځورونې د ستونزې د ختمولو لپاره باید ددې کار له عاملینو سره قانوني چلند وشي.
دوی همداراز وايي چې ددې ستونزې د هوارولو لپاره لا ډیرې فرهنګي مبارزې ته هم اړتیا ده.
راپور: مرضیه احمدزۍ