د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۳

ایمل فیضي بیا د افغانستان په لومړیتوبونو ټینګار وکړ


افغان چارواکي وايي چې، د امریکا د متحدو ایالتونو اقتصادي مرستې ورته مهمې دي، خو د افغانستان ملي ګټو ساتل، ملي حاکمیت ته یې درناوی او د امنیت ټینګیدل ورته لومړیتوب لري.

د ولسمشر حامد کرزي ویاند ایمل فیضي د شنبې په ورځ په دې اړه وروسته له هغې څرګندونې وکړې چې؛ په رسنیو کې د امریکايي سناتور کارل لیون له خولې وویل شول چې؛ که افغان حکومت له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیک وځنډوي له دې هېواد سره به د امریکا اقتصادي مرستې وځنډیږي.

ایمیل فیضي په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د افغانستان او د امریکا د متحدو ایالتونو ترمنځ د امنیتي او دفاعي همکاریو د سند په چمتو کولو کې پرمختګونه شوې دي خو نوموړي یوځل بیا د افغانستان په لومړیتوبونو ټینګار وکړ.

نوموړې وویل چې؛ د امریکا د متحدو ایالتونو مرستې ورته مهمې دي، خو د افغانستان ملي حاکمیت، ملي ګټې او په دې هېواد کې سوله ورته لومړیتوب لري.

تردې مخکې په رسنیو کې د امریکايي سناتور کارل لوین له خولې چې؛ په دې وروستیو کې یې کابل کې له ولسمشر حامد کرزي سره کتلي راغلي چې؛ که چیرې افغان حکومت له امریکا سره امنتي او دفاعي سند ژر لاسلیک نه کړي، له دې هېواد سره به د امریکا مرستې بندې شي.

خو د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي وايي، چې افغانستان په دې برخه کې ځینې لومړیتوبونه لري:

”د افغانستان لومړیتوبونه نور دي، هغه دا دي چې په افغانستان کې سوله او امنیت تامین شي، د افغانستان ملي حاکمیت ته درناوی وشي، د بهرنیو ځواکونو له خوا د ملي حاکمیت خلاف کړنې ترسره نه شي.

دا هغه غوښتنې دي چې؛ په لومړیتوب کې ځای لري. د دې ترڅنګ د افغانستان سره د امریکا مرستې موږ ته مهمې دي خو لومړیتوبونه مو نور څه دي چې هغه ما یاد کړل.“


ایمل فیضي وايي، په کابل کې د امریکا سفارت ورته ویلي دي چې؛ د سناتور لیون له اعلامیه ناسمه تعبیر شوې او د نوموړي هدف له دې څرګندونو څخه دا و چې د دې سند د نه لاسلیکیدو په صورت کې به له افغانستان سره هغه مرستې نه ترسره کیږي چې ددې امنیتي او دفاعي سند په چوکاټ کې وي.

له بلې خوا د افغانستان د مشرانو د جرګې مشر فضل الهادي مسلمیار د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته سره په خبرو کې وویل، د امریکا د مرستو ژمنې په امنیتي سند پورې تړلې نه دي بلکې د مرستو په برخه کې امریکا له افغانستان سره تر دې مخکې نورې نړیوالې ژمنې لري:

”د امریکا د مرستو مخکینۍ ژمنې او تعهدونه په امنیتي تړون پورې محدودې او تړلې نه وې، دا چې اوس دوی کومه اړه ورکوي، دا به د دوی کومه پالیسي وي چې موږ ته د منلو وړ نه ده “

ښاغلي مسلمیار ټینګار وکړ چې؛ د شیکاګو او د بن په دویم کنفرانس کې امریکا او نړیوالې ټولنې، د افغانستان سره د اوږدمهالو مرستو ژمنې کړي چې او په هغې کې د امنیتي تړون یادونه نه ده شوې.

د ولسمشر حامد کرزي ویاند ایمل فیضي وویل چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي همکاریو پر سند ډیر کار شوی، په ځانګړې توګه کابل ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کري د سفر په ترڅ کې په دې برخه کې ډیر پرمختګ شوی دی.

خو د امریکايي سرتیرو د قضايي مصونیت په شمول ځینې برخې لا پاتې دي چې د چارواکو په وینا تر اوسه پرې د دواړو لورو ترمنځ سلا نه ده شوې.

د امریکا متحده ایالات وايي، د قضايي مصونیت له مخې په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو له خوا د جرم د ترسره کیدو په صورت کې باید هغوی په امریکا کې محاکمه شي.

خو پرون ایمل فیضي د امریکايي سرتیرو لپاره د قضايي مصونیت په اړه وار بیا ټینګار وکړ چې په دې اړه پریکړه کول د افغان حکومت له صلاحیته پورته مسله ده او په اړه به یې راتلونکې مشورتي لویه جرګه پریکړه کوي.
XS
SM
MD
LG