ملګري ملتونه وايي ، په سوریه کې د پولیو یا د ماشومانو د فلج د خپریدو خطر شته او د مخنیوي لپاره یې د کوچنیانو د واکسین هڅې چټکوي.
د ملګرو ملتو د سازمان د ماشومانو د ملاتړ ادارې (UNISEF) او د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د جمعې په ورځ وویل، په سوریه او شاوخوا سیمه کې د فلج د ناروغۍ څخه د ماشومانو د ژغورلو لپاره د واکسین په پراخو پروګرامونو کې ګډون کوي.
تیره اونۍ د سوریې په دیار الزور ولایت کې د پولیو دوه مشکوکې پيښې ثبت شوې او ملګرو ملتو هلته د پولیو یا د کوچنیانو د فلج (ګوزڼ) د خپریدو اندیښنه څرګنده کړه.
د روغتیا نړیوال سازمان د جمعې په ورځ فرانس پرس ته ویلي:
د لابراتواري معاینو وروستي نتایج لا نه دي را رسیدلي خو داسې ګڼل کیږي چې دواړه مشکوکې پيښې ښايي تایید شي نو ټول عکس العمل ته تیاري نیسي.
ملګري ملتونه وايي، که چیرې تایید شي چې په دیار الزور کې دواړه پيښې د پولیو دي نو دا به په تیره یوه نیمه لسیزه کې اول وار وي چې په سوریه کې د ماشومانو فلج خپریږي.
پولیو په چټکۍ خپریدونکي ناروغي ده او پر هغو ماشومانو اغیز کوي چې عمر یې تر پینځه کلنو کم وي. دا ناروغي په څو محدودو ساعتون کې ماشوم فلجوي او په ځينی مواردو کې حتی د مرګ سبب ګرځي .
فرانس پرس وایي، په سیمه کې لږترلږه نور شل کوچنیان چې ډير یې تر دوه کلنو کم عمر لري فلچ شوي چې د نورو ناروغیو ترڅنګ د پولیو شک ورباندې کیږي.
(WHO) ویلي چې هرکال په ټوله نړۍ کې د فلج د داسې یو لک پيښو په اړه څيړنې کوي او د پولیو څو محدودې پيښې ثبتوي.
د (UNICEF) په وینا ، د سوریې د روغتیا وزارت د پنجشنبې په ورځ یو پراخ کمپاین پیل کړ چې تقریبا دوه نیم ملیون ماشومانو ته به د پولیو په ګډون د بیلا بیلو ناروغیو ضد واکسین ورکړي.
د دې سازمان یوې ویاندې پرون خبریالانو ته وویل چې په سوریه کې د جګړې په تیرو دوو کلونو کې پينځه لکه ماشومان نه دي واکسین شوي.
دا اداره وايي چې په سوریه کې دجګړې تر پيل مخکې به هرکال پینځه نوي فیصده کوچنیان واکسینیدل .
په سوریه کې په روان بحران کې تر یولک زیات خلک وژل شوي او ملیونونه کورنۍ د خپلو کورنو څخه تښتیدو ته مجبورې شوې دي.