د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۰۰

امريکا ته د نواز شريف سفر د افغانستان لپاره مهم وبلل شو


د پاکستان صدراعظم نواز شريف امريکا ته د خپل خلور ورځني رسمي سفر وروسته پاکستان ته راستون شو.

نواز شريف امريکا ته د خپل څلور ورځني سفر په ترڅ کې د چهارشنبې په ورځ د دغه هېواد له ولسمشر باراک اوباما سره وليدل او په دوه اړخيزو اړيکيو سربېره يې د سيمې پر حالاتو، په ځانګړې توګه د افغانستان په وضعيت ورسره خبرې وکړې.

باراک اوباما اوبآما په سپينه ماڼۍ کې له نواز شريف سره تر کتنې وروسته په خبرې غونډې کې پاکستان د ترورېزم پر ضد مبارزه کې يو مهم شريک وباله او ويې ويل:

"د امریکا متحد ایالات پاکستان یو ډیر مهم ستراتیژیک شریک بولي. موږ په دې باور یو چې که پاکستان امن او سوکاله وي دا یواځې د پاکستان په ګټه نه بلکه د سیمې او نړۍ په ګټه هم دی."

د پاکستان صدراعظم نواز شريف وويل، چې؛ ده له اوباما سره د افغانستان پر حالاتو هم خبرې وکړې او په خپل ګاونډي کې یې د ثبات د ټینګیدو لپاره پر خپلې ژمنې یو وار بیا ټینګار وکړ:

"د افغانستان په اړه، په دې کې باید هیڅ شک ونشي، چې موږ یوه سوله ییز او ثبات لرونکي افغانستان ته ژمن یو."

د پاکستان سياسي او روانو چارو څارونکي په داسې حساسو شېبو کې چې له افغانستان څخه د امريکايي او ناټو ځواکونو وتلو ته يواځې څو مياشتې پاتې دي،امريکا ته د نواز شريف سفر د افغانستان لپاره ډېر مهم ارزوي.

د روانو او نړېوالو چارو کارپوه او د پېښور پوهنتون د نړېوالو اړيکيو د پوهنځي پخواني مشر اعجاز خټک له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، چې که څۀ هم د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د پاکستان او امريکې ترمنځ اختلافات شته، خو بيا هم دا سفر د افغانستان د برخليک لپاره مهم و:

" د افغانستان لپاره د ميا نواز شريف د امريکې دا دوره ډېر زيات اهميت لري. د پاکستان کردار په افغانستان کې د امن راتلو حوالې سره ډېر زيات اهميت لري. پاکستان او امريکا دواړه ترهګري د ځان لپاره خطره ګڼي او دواړه ترېنه تکليف کې دي، خو پاکستان چې ورته کوم نظر کوي او امريکا چې کوم حل غواړي، دې کې فرق و او دى. دې اختلاف هم دى او په يو بل باندې يې د شکوکو اظهار هم کړى دى. اوس دا څومره کلير شوي دي، دا خو به وخت ښيي.

او بل دا چې کله نواز شريف صيب واپس راشي، نو ګورو به چې پخپلو ژمنو څومره عمل کوي؟"


پاکستاني کارپوهان همدا راز په دې نظر دي، چې که چېرې پاکستان په رښتيني ډول د افغانستان د سولې له بهير سره همکاري کول غواړي، نو په قبايلي سيمو کې دې د نړېوالو ترهګرو مرکزونه له منځه يوسي، چې په افغانستان کې د لاسوهنې مهم عنصر ګڼل کېږي او د امريکا ولسمشر له نواز شريف سره د ليدنې پر مهال د په قبايلي سيمو کې د سخت دريځه وسله والو شتون د دواړو هېوادونو د امنيت لپاره ګواښ بللى.

پاکستان کې د روان کال د مۍ د مياشتې تر عمومي ټولټاکنو وروسته د امريکا متحده ايالاتو ته دا د پاکستان د صدراعظم لومړى رسمي سفر و.

راپور: ذبيح مومند
XS
SM
MD
LG