په افغانستان کې د ماشومانو له مړیني او خوارځواکۍ سره د مبارزې په هدف د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د ماراتون یا ځغاستې سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ د (save the children) یا د ماشومانو د ساتنې موسسې او یو شمېر دولتي ادارو له خوا د ماشومانو د ژوند د بقا لپاره د عمل د نړېوالې ورځ په مناسبت جوړې شوي وې.
د ماشومانو د ساتنې موسسه وایي، په افغانستان کې د ماشومانو او میندو د مړینې د راکمولو په برخه کې د تیرو لسو کلونو په مقایسه د پام وړ کموالی راغلی دی.
یاده موسسه دا څرګندونې د ماشومانو د بقا لپاره د عمل د نړېوالې ورځې په مناسبت چې د اکټوبر له درویشتمې سره برابره ده، مطرح کوي.
په همدې هدف د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د ماشومانو د ځغاستې سیالۍ هم ترسره شوې څو نړیوالو او افغان حکومت ته د ناروغۍ اوخوارځواکۍ له امله د افغان ماشومانو د مړینې د راکمولو په اړه خپل پیغام ورسوي،د دې موسسې یوې مسولې نرګس ازریون په دې اړه وویل:
"په افغانستان کې موږ د ځغاستې له لارې غواړو، د خوارځواکۍ د مخینوي لپاره چې د ماشومانو د مړیني یو اصلي لامل دی، خپل او د دغو ماشومانو غږ تر مسئولو ادارو ورسوو.
له دې سره چې په دې برخه کې ډیر کارونه شوي، مسئولو ادارو او حکومت ته خپل پیغام ورکو، چې باید ډیر کارونه وشي او ماشومان نور د خوارځواکۍ له امله په افغانستان کې مړه نه شي."
دا ماشومان چې شمېر یې شاوخوا سلو تنو ته رسیده په همدې مناسبت دوه څلویښت کېلومټره د سټډیوم دننه وځغاستل.
دغه ورځ په ورته وخت کې، د نړۍ په پنځوسو هیوادونو کې د شاوخوا دیرش زره ماشومانو لخوا د ځغاستو په سیالیو سره و لمانځل شوه.
د یادې موسسې د معلوماتو له مخې لا هم سلګونه زره ماشومان په افغانستان کې له خوار ځواکۍ سره مخامخ دي.
خوارځواکې په افغانستان کې د ماشومانو د مړینې دریم ستر علت بلل کېږي.
په همدې حال کې د دې سیالیو ګډون کونکو چې ماشومان وو ویې ویل، چې په دې لوبه کې د ګډون هدف یې په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ او مړینې سره مبارزې ته د حکومت او مسولینو پام اړول دي:
"ډیر خوشحاله یم چې په لوبه کې مې ګډن کړی څو په افغانستان کې ماشومان ښه ژوند و لري.
سپورټ د دوې د روغتیا لپاره ډيره ګټه لري. موږ راغلي یو دوی ته وښیو چې دوی هم هڅه و کړي او دوی کولای شي."
د وروستیو ارقامو له مخې، اوس مهال په افغانستان کې په هرو لسو ماشومانو کې یو یې تر پينځه کلنۍ مخکې مري.
دا شمېر شاوخوا لس کاله مخکې دوه برابره وو.
که څه هم د عامې روغتیا وزارت وایي چې؛ د میندو اوماشومانو د خوارځواکۍ او مړینې د مخنیوي لپاره یې ډیرې هڅې کړي خو څیړونکې وایی چې په دې برخه کې لازمې هلې ځلې نه دي شوي.