د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۱۳

په راتلونکو انتخاباتو کې د کډوالو د برخې اخیستو لپاره هلې ځلې روانې دي


د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون چارواکي وايي؛ د هېواد په راتلونکو انتخاباتو کې یې د افغان کډوالو د برخې اخیستنې لپاره ابتدایي پلانونه ترتیب او د بهرنیو او کډوالو چارو له وزارتونو سره شریک کړي دي.

د دې کمیسیون ویاند نورمحمد نور د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل؛
دا چې په ایران او پاکستان کې میشت افغان کډوال په انتخاباتو کې برخه واخلي؛ له هره پلوه یوستونزمن کار دی، خو دوې هڅې کوي چې؛ د اواري لارې چارې یې ومومي:

"هرکله چې درې ستونزې، مالي، تخنیکي او له بهرنیو هېوادونو سره د تفاهم ستونزې اوارې شي، تمه شته چې کډوالوته به په انتخاباتو د ګډون اسانیتاوې برابرې شي.

موږ په دې اړه هڅې کوو، خپل حکومت او مرستندویانو سره مو شریکه کړې، خو د بهرنیو هېوادونو په هکله د تفاهم مساله زیاته باوري نه ښکاري."


ښاغلي نور د ترتیب شوي پلان په هکله زیات جزییات ورنه کړل؛ خو ویې ویل، په انتخاباتو کې به د کډوالو د کډوالۍ کارتونه د اعتبار وړ وګرځي.

له دې وړاندې د انتخاباتو کمیسیون ویلي وو چې؛ په انتخاباتو کې د افغان کډوالو د برخې اخیستنې لپاره د بودجې ستونزه لري.

څه کم دوه میاشتې مخکې په ایران، پاکستان، هند، روسیې او په منځني اسیا کې د افغان کډوالو یو شمېر استازیو په کابل له حکومته غوښتي وو چې؛ دوی ته دې په انتخاباتو د ګډون اسانتیاوې برابرې کړي.

د راپورونو له مخې اوسمهال په شاوخوا پنځه میلیونه افغانان له هېواده بهر میشت دي چې؛ اکثره یې په ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران کې میشت دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل؛ په انتخاباتو کې یې افغان کډوالو ته د ګډون په خاطر هلې ځلې پیل شوي دي.

"له هېواد څخه بهر افغان کډوالو ته په انتخاباتو کې د ګډون لپاره د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون سره په تماس کې یو؛ څو لږ تر لږه دا خو وکړای شو چې په ایران او پاکستان کې کډوالو ته دا حق ورکړل شي چې؛ په انتخاباتو کې برخه واخلي."

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند دا هم وویل چې؛ په اروپایي او امریکایي هېوادونو کې یې په انتخاباتو کې د رایې ورکولو لپاره افغان کډوالو ته جلا پلان ترتیب او په افغانستان کې یې یوشمېر سفارتونو ته استولي دي.

ده وویل که بهرني هېوادونو ورسره تفاهم وکړي، افغان کډوال به وکړای شي، د انټرنټ له لارې د هېواد په انتخاباتو کې برخه واخلي.

دا چې په ملیونونو افغانان په بهر کې د کډوالۍ ژوند تیروي؛ ځیني کتوونکي وايي، که د رایې ورکولو زمینه ورته مساعده شي؛ د دوه زره څوارلسم میلادي کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې مهم رول لوبولی شي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG