د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۸

په خوست یو شمېر بندیان وايي، بې ګناه په زندان کې پراته دي



نجیب الله الوخېل

د خوست په محبس کې یو شمېر بندیان شکایت کوي، چې د دوی دویمه او دریمه محکمه په خپل وخت نه تر سره کیږي او ډېر وخت د محکمې پریکړې ته منتطر پاتې کیږي، همدارنګه هغه څوک چې پیسې لري خوشي کیږي، خو که پیسې ونه لري نو کالونه، کالونه د زندان د پنجرو تر شاه پراته وي، خو ځايي چارواکي د بندیانو دا خبرې ناسمې بولي.

د خوست په محبس کې په سلګونه تنه د قتل، غلا، اختطاف یا سړي تښتونې، د داخلي او خارجي امنیت پر ضد کړنو، قطاع الطریقي یا لار شوکونې، اداري فساد او نورو جرمونو په تور په بند کې وخت تېروي، یاد کسان شکایت کوي، چې ډیری بندیان بې ګناه په شخصي تعصبونو نیول شوي، په ټاکلي وخت يې اوله، دویمه او دریمه محکمه نه ترسره کیږي، په محبس کې د ژوندانه شرایط یې مناسب نه دي، هغه کسان چې پیسې لري خوشي کیږي او څوک چې پیسې نه لري په کلونو، کلونو د زندان د پنجرو تر شاه بې پوښتنې پراته وي.

د غه څرګندونې په خوست کې زندانیانو د ولسي جرګې وکیلانو، د خوست د ځايي ادارې مسوولینو او د رسنیو استازیو سره په کتنه کې وکړې، دوی غوښتنه وکړه، چې اړوندې ادارې دې په منصفانه توګه د دوی قضیې له نظره تېرې کړي او بې ګناه کسان دې له بنده خوشي کړي.

یو تن سپین ږیری چې له پنځو کالونو څخه راپدیخوا په یاد محبس کې بندي دی، ازادۍ راډيو سره په خبرو کې په محبس کې د نامناسبو شرایطو یادونه وکړه:

"زه زرولي نومیږم دا پنځه کاله او دوې میاشتې کیږي، چې زه په دې محبس کې بندي یم، ما ته دوو محکمو د اعدام حکم راکړی دی، اوس بې سرنوشته پروت یم، یوه فیصله دې وکړي، څلور میاشتې مخکې کرزي یو فرمان صادر کړی وو، چې اعدام په قید بدل دی، یا دې اعدام راکړي یا دې قید راکړي، یو سرنوشت دې مالوم شي، ځکه چې اعدام شو هم ښه ده، ځکه چې دلته یو دوه سپین ږیري پراته وو، هغه په حق ورسیدل، زه دا غواړم چې دې محبس نه د هغې دنیا وفات کیدل هم ډېر ښه دي، چې شل کاله زما قید وای چې په دې کې یې دوه، دوه کاله ماته معافي راکولی بیا هم پنځلس شول او پنځه خو مې خپله تېر دي، دوې میاشتې هم اظافه پرې تېرې دي، نو خلاص نه وم."

یو بل تن زنداني وايي، چې که تورن کس پیسې و نه لري، نو له تورن سره په حکم کې ظلم کیږي:

"زه وکیل یم، مشکل مو دادي چې زموږ حقوقي معامله وه، د افغانستان په اساسي قانون کې په حقوقي معامله بندي کیدل دا هم د قانون خلاف خبره ده، زموږ د ځمکې دعوه وه چې دا دی قواله يې په لاس لرو، په بازار کې نیول شوي یو، قوماندانۍ ته راغلو، زموږ نه شپږنیم زره ډالر طلب شول، تر څو چې زموږ دا معامله حقوقي پاتې شي، چونکه موږ هغه شپږنیم زره ډالر ورنکړل نو حقوقي معامله مو په جزايي بدله شوه."

د شمس الله په نوم یو تن زنداني ازادۍ راډیو ته وویل، چې له دوو کالونو راپدیخوا په بند کې دی او یوازې په دې شک چې تا مخکې په ګوانتانامو کې بند تېر کړی بې سرنوشته بندي دی:

"د خوست اکثره بندیان چې دي په شیطانیو او شخصي بدو په خاطر محبس ته راوړل شوي دي، یوازې په دې يې نیولی یم، چې ته په ګوانتانامو زندان کې بندي شوی يې په کیوبا کې، هغه ځای نه چې راخلاص شوی يې دا په خپله په دې دلالت کوي چې ته مجرم يې، په دوه نیمو کالونو کې مې دوسیه تائید شوې نه ده او په محبس کې بې ګناه پروت یم، د خپل دوکانه څخه يې رابورته کړی یم، مقسط داسې اکثره بندیان دي چې بیګناه یې راوړي او دلته پراته دي، دوسیې يې په کالونو، کالونو ځنډیدلي دي، تائید کیږي نه، اوس چې بندي شواهد ونه لري او ثبوت و نه لري، که پيسې ولري خوشي کیږي او که پیسې و نه لري په زندان کې پاتې کیږي."

یو تن بندي چې د پاکستان د قبایلي سیمو اوسیدونکی دی وايي، چې په دې تور بندي شوی چې په پاکستان کې محسو د او شیعه يې ویشتي دي، حال دا چې دی په افغانستان کې هیڅ راز جرم نه لري:

"نوم مې بلال دی د پلار نوم مې زرمدین دی، زه خوست ته راتلم کله چې تقریباً ځاځي میدان ولسوالۍ ته راورسیدم، هغه ځای کې ونیولم زما ویښته هم اوږده وه او لباس مې هم ګډوډ غوندې وو، هلته يې چې زه ونیولم ما ته يې وویل، چې ته طالب یې ما ورته وویل چې زه طالب نه یم، نه د طالبان سره اړیکې لرم نه حکومت سره یم او نه طالبانو سره، هلته يې موږ تروریزم ته حواله کړو، هر کله چې يې موږ امنیه قوماندانۍ ته راوړو، هلته مو شپږ دېرش یا اوه دېرش ورځې په کې تېرې کړې، اوس کله راته وايي، چې تا محسود ویشتي دي په پاکستان کې کله راته وايي، چې شیعه دې ویشتي دي، د افغانستان په قانون کې نه زه څه جرم لرم، نه څه زما ثبوت شته، زما دوه کاله درې میاشتې دلته ووتې، چې اوله محکمه مې شوې ده، هغه هم شپاړس میاشتې وروسته مې اوله محکمه وشوه چې دوولس کاله قید يې راکړ، په قانون کې باید په نهو میاشتو کې زما قید مالوم شوی وای، ولې ما سره داسې ظلم وشو."

یو بل تن بندي د افغان او نړیوالو ځواکونو له خوا د خلکو پر کورونو د چپو خبره کوي او وايي په بې پیسو خلکو د ځانمرګو او انتحاري بریدنو تور لګول کیږي، خو که څوک پیسې لري او مقصر هم وي خوشي کیږي:

"بیچاره سړی دلته پروت دی، مالداره سړي سره که موټر بم هم ورسره وي، له دې ځایه ووځي، نو د خوست په حال باندې لږ رحم وکړئ، په کورونو باندې په شخصي معاملو چپې اچول کیږي، نه اسناد وي نه شواهد خو وايي، چې دلته ځانمرګي دي، موټر بمې دي، د یوه کور پنځه کسان هم نیول کیږي، بل دا چې زموږ دوسیه دا دوې میاشتې کیږي، چې په څارنوالۍ کې ده، کابل ته نه ده تللې، که چیرې محکمه مو همدلته وشي."

د خوست د محبس مدیر روح الله کریمي ازادۍ راډیو سره په خبرو کې د بندیانو ډیری نیوکې بې ځایه بولي او وايي چې په محبس کې بې سرنوشته بندیان نشته، هر کله چې د بندي یوه محکمه وشي نو هغه بې سرنوشته نشو بللی:

"په فضل دې خدای لکه څرنګه چې دوی وايي، داسې نه ده، په خاطر د دې کله چې په محبوس فیصله وشوه، ولاو که یوه فیصله يې هم وشي هغه ته موږ بې سرنوشت نشو ویلای، دلته دوسیې معیادي بڼه لري، ځنې دوسیې نقض شوي دي، وخت هم یو څه ډېر پرې تېر شوی، یا د سترې محکمې نه نقض شوي یا د ویمې محکمې نه، نوره بې شرنوشته نلرو، لکه یو نفر چې ویل زما دوې محکمې شوي دي حال دا چې د هغه درې محکمې تائیدي شوي دي، حکم دې اعدام پرې شوی ده، تر هغه ځایه چې زما وظیفه ده، دوی سره مې خپله وظیفه اجراء کړې ده."

خوست والي عبدالجبار نعیمي ازادۍ راډیو سره په خبرو کې په عدلي او قضايي ادارو کې د مثبتو پرمختیاوو خبره کوي او وايي، چې اوسمهال په بند کې هېڅوک هم بې پوښتنې نه پاتې کیږي، خو زیاتوي چې د تحقیق په جریان کې او یا د دوسیې د جوړولو پر مهال یو شمېر ستونزې د دې لامل کیږي، چې د محکمو په جریان کې ځنډ پېښ شي:

"په خوست کې د عدلي او قضايي ادارو حالت تر پخوا ډېر بهتر بولم، هغه بهتري يې په دې کې ده چې نن د یو چا پوښتنه کیږي، چې د دې مجرم د دوسیې حالت به څرنګه وي، دا چې فیصله څرنګه کیږي دا په محکمه پورې اړه لري، خو اکثره وخت د فیصلو ځنډ له دې کبله وي، چې په پیل کې دوسیه سمه نه وي جوړه شوې، یا د څیړنې په وخت کې سمه څیړنه نه وي شوي، سم مالومات نه وي ورکړل شوي، ولې په هر صورت زه په خوست کې د محبس د زندانیانو او د عدلي او قضايي ارګانونو د حالت د بهتري نه رضایت لرم."

د یادونې وړ ده دا مهال د خوست په محبس کې ۵۰۱ نفره توقیفي بندیان موجود دي، چې نیمايي يې د داخلي او خارجي امنیت د جرایمو په تور په بند کې دي، په یادو بندیانو کې دوولس تنه پاکستاني وګړي دي.
XS
SM
MD
LG