که د موټرچلونې لیسانس مو اخيسته؛ د کومو خبرو په پام کې نیول به مو په ګټه وي؟
په ترافیکي قوانينو پوهیدل یو ډرایور یا موټروان له څه وړ ستونځو ساتلی شي؟
په نننۍ خپرونه کې مو په همدې موخه د ترافیکي قوانينو یوه درسي ټولګي ته ورولو چې ګڼ ځوانان د لیسانس اخيستو لپاره پکې لنډ مهاله ترافيکي زده کړه کوي. له اړونده چارواکو به واورئ چې وايي ځينې ځوانان د څو پیسو په بدل کې پر جعلي لیسانسونو تیر ایستل کیږي.
په کابل کې د ترافیکو ریاست له دهمزنګ څلورلارې سره دی. د مراجعینو زیاته برخه يې هغه ځوانان دي چې اتلس کلني یې پوره کړې وي او د موټروانۍ لیسانس اخيستلو لپاره هلته ورځي. لومړۍ دوه قطعې عکسونه او بیا یوه فورمه اخیستل کيږي.
د وينې، سترګو او له ځينو نورو فزیکي معاینو وروسته فورمه په بایو ميټریک کې قیدیږي او لیسانس اخيستونکی د ترافيکي قوانینو زده کړې ته ورپيژندل کیږي. استاد سمونمل غلام جیلاني وردګ زده کوونکو ته د ترافیکي قوانين ورښيي.
د درس پر مهال له ځینو زده کوونکو یوه نيمه پوښتنه هم کوله. له یوه ځوان ګل محمده یې د موټر د څراغونو په اړه وپوښتل، ګل محمد ورته وویل چې د موټر فول څراغونه په لویو اطرافي لارو کې کارولی شو، خو په دې شرط چې مقابل لوري ته موټر نه وي او مزاحمت ورته ونشي. د دغه ځوان په څېر ګڼو ناستو ځوانانو د خپل استاد له درسونو ډیر څه زده کړي وو.
د ځوانانو تر منځ یو نیم د لوی عمر کس هم ترسترګو کیده. د دوی تر منځ مې په اصطلاح په یوه صوفي فضل الرحمن سترګې ولګېدې. ده ویل په دوبۍ کې یې ۲۱ کاله ډرایوري کړې. خو په دغه ټولګي کې هر څه دومره ورته نوي وو چې فکر یې وکړ هيڅ د موټر جلب ته کله ندی ناست.
دلته ځوانانو ته له یوې اوونۍ تر دوو اونيو د درس موده ورکول کیږي. نور نو بیا په زده کوونکي پورې اړه لري چې دی څومره زر ځان ازموینې ته چمتو کولی شي. له درسونو وروسته لومړۍ تقریري ازموینه اخیستل کیږي. که زده کوونکی پوښتنو ته سم ځواب ووايي نو کامیاب دی او که نه نو څو نورې ورځې هم باید په صنف کې کیني. په تقریري ازموینه کې له بریالي زده کوونکي تخنيکي ازموینه اخيستل کيږي. ياني د موټر جلب ته کینول کیږي. که چیرې له هغې ازموینې هم بریالی ووت نو د لیسانس مستحق بلل کیږي.
غلام جیلاني وردګ وايي چې دلته دوی یوازې ترافيکي قوانین زده کوونکو ته نه ورزده کوي، بلکې ډیر نور داسې څه هم ورښيي چې د ډول ډول زیانونو په مخنيوي کې له دوی سره مرسته وکړي. دی همدا راز د هغه کتاب یادونه هم کوي چې د ترافيکي قوانينو او ځینو نورو ګټورو لارو چارو په اړه مالومات پکې دي.
ویل کیږي چې ځينې کسان د یو څو پيسو په بدل کې جعلي لیسانسونه پلوري. د کابل ښار د ترافيکو مدیر اسد الله هم دا خبره مني. خو وايي چې هغه د اعتبار وړ ندي، اخيستونکي یې مجرم دي او له داسې کسانو سره به قانوني چلند کيږي.
خو غلام جیلاني وردګ بیا وايي چې له قانوني لارې او په درسونو کې له کامیابۍ وروسته د لیسانس تر لاسه کول ډیرې ګټې لري، که یو خوا یو ځوان لیسانس تر لاسه کوي نو بلخوا په ځينو قضايي او عدلي پيښو کې د ځان دفاع په اړه هم ډیره ښه پوهه تر لاسه کوي.
د کابل ښار د ترافیکو مدیر اسدالله خان وايي چې پخوا به په کابل کې هر کال له څلور زرو تر شپږو زرو ترافيکي پېښې کیدلې، خو اوس یې د دغو پيښو ګراف نږدې تر نهه سوو راټيټ کړی.
وايي احتیاط تر ټولو ښه استاد دی. اسدالله خان په ځانګړي ډول له ځوانانو غواړي چې تل دې د موټر چلونې پر مهال له احتیاطه کار واخلي.
تاندې څانګې په کابل کې نورګل شفق جوړوي.