کابل چاپ یوشمېر ورځپاڼو د نورو موضوعاتو ترڅنګ په افغانستان کې د ځمکو د غاصیبونو د نومونو په افشا کېدو باندې لیکنې او تبصرې کړې دي.
سرنوشت:
سرنوشت ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره لیکلي؛ ولسي جرګې ته د ځمکو د شاو خوا ۱۵ زره غاصبینو لست وسپارل شو.
ورځپاڼه لیکي، له یادو غاصیبنو ۱۹ یې له لس زره جریبه ډېره، ۱۹۴ له زرو تر۱۰زرو او ۸۶۲ یې له سلو تر زرو جریبو اوپاتې نورو له یوڅخه تر سل جریبه ځمکې غصب کړې دي.
په مطلب کې راغلي، په دغه لېست کې د مشهورو، خو زوروروغاصیبنو نومونه نشته.
د سرنوشت ورځپاڼې د سرمقالې سرلیک دی ستر عاصبین لا هم غاصبین نه ګڼل کیږي.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي، په قصدي او شعوري ډول ستر عاصبین له دغه لست څخه ویستل شوي دي.
د لیکوال په اند، دغه لېست خورا نیمګړی دی او سترعاضبین په کې نشته، د لیکوال په اند؛ خو بیا هم د ګڼو عاصبینو له نومونو پرده پورته شوې.
د سرمقالې لیکوال سپارښتنه کوي، په کار ده چې، دغه لړۍ وغځول شي او د سترو غاصیبنونو نومونو هم باید افشا شي.
د سرنوشت د سرمقالې لیکوال وړاندیز کوي؛ اوس په کار دی له دغو کسانو سره حساب کتاب هم وشي او غصب شوې ځمکه ترې بېرته واخیستل شي.
هشت صبح:
هشت صبح ورځپاڼې له هغو کسانو څخه چې نومونو یې په لست کې د ځمکو په غصب کې راغلي؛ په نکل لیکي دي چې، ترټولو زیاتې ځمکې د ولسمشر فرمانونو له مخې او هغه ته نږدې کسانو غصب کړې دي.
محور:
محور ورځپاڼې د ټولو هغو کسانو نومونه خپاره کړي دي چې؛ په افغانستان کې د ځمکو په غصب کې لاس لري.
ورځپاڼه لیکي، په غاصبینونو کې زورواکي، قوماندانان او سیمه ییز چارواکي شامل دي.
باور:
د باور په سرمقاله کې راغلي دولت باید د دغه کسانو د نومونو او لستونو پرځای په دې کار وکړي؛ چې له یادو کسانو نیول شوې ځمکې څنګه بېرته را وګرځول شي او غاصبین یې څنګه د قانون منګلولو ته وسپارل شي.
د لیکوال په اند د نومونو رسوا کول، اعلانول او په دې اړه د لستونو خپرول یواځې نمایشي کار دی؛ نه د ولس درد دوا کولی شي، نه هم د ځمکو په بېرته راکرځولو کې کوم مهم ګام دی.
چمتو کوونکی: رحمت الله افغان