د ولسي جرګې اداري پلاوی د دې جرګې اختصاصي، کورني امنیت، عدلي او قضایي او مرکزي تفتیش کمیسونونو ته دنده وسپارله څو د لوګر د والي د وژل کېدو په هکله څیړنې وکړي.
د دې جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمي د شنبې ورځې په عمومي غونډه کې وویل چې؛ د دې کمیسیونونو ټاکل شوې پلاوی به لوګر ته د څیړنې لپاره ولیږل شي.
هغه وویل چې، نوموړی ټاکل شوي پلاوي له څیړنو وروسته به ولسي جرګه خپل په دې برخه کې خپله پرېکړه وکړي:
"لکه څنګه چې محترمو وکیلانو زموږ د مجاهد ورور د وژنې د بدې پيښې د څرنګوالي غوښتنه وکړه؛ موږ د کورني امنیت، کورني تفتیش، عدلي او قضایي او اختصاصي کمیسونونو نه غواړو څو د پيښې ځای ته یو پلاوی ولیږي.
دغه پلاوی باید د پيښې په هکله ټول معلومات موږ ته راوړي؛ موږ به بیا د دې معلوماتو له مخې په راتلونکې کې اجراآت وکړو."
د لوګر والي ارسلا جمال د اختر په لومړی ورځ د لوګر په مرکز پل علم ښار کې د اختر د لمانځه له ادا کولو مخکې په جومات کې په یوه چاودنه کې ووژل شو.
د لوګر امنیتي چارواکو له پیښې وروسته وویل چې؛ د ارسلا جمال د وژلو لپاره چاودیدونکي مواد په مایکروفون کې ایښودل شوي وو.
خو وروسته د ملي امنیت د عمومي ریاست لومړنیو څيړنو وښودله چې د ارسلا جمال د وژل کیدو لپاره چاودیدونکي مواد په قرآن شریفونو کې ایښودل شوي وو.
د امنیتي ارګانونو د معلوماتو له مخې په دې پيښه کې پنځلس تنه عام وګړي ټپیان شوي هم دي.
بل خوا د ولسي جرګې یو شمیر غړي امنیتي ارګانونه په بې غورۍ تورنوي او وایي چې، ارسلا جمال له مخکې نه د امنیت شورا ته د خپل امنیت د ساتلو په هکله خبر ورکړی و؛ خو هغوی یې په هکله بې غوري کړې ده.
دوی وایي، هغو کسانو چې پهدې برخه کې یې بې غوري کړې باید عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپیژندل شي، څو یې هغوی په هکله پریکړه وکړي.
خو د لوګر امنیتي مسوولین وایي چې؛ دوی د خپلې دندې پر مهال بې غوري نه ده کړې.
د لوګر د امنیت آمر رییس خان صادق عبدالرحیمزي د شنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل چې؛ دوی چمتو دي د پيښې د څرنګوالي په هکله عدلي او قضایي ارګانونو ته ځواب ورکړي.
عبدالرحیمزی وایي چې، د جومات دوه خادمان په پيښه کې د لاس لرلو په تور نیول شوي دي.
د رپوتونو له مخې لوګر د والي وژنه لومړی پيښه نه ده، بلکې مخکې تر دې ځینې نور لوړ پوړي دولتي چارواکي هم په دا ډول چاودنو او انتحاري حملو کې وژل شوې دي.
ځينې کتوونکي دا وژنې د حکومت تشکیلاتو ته یو لوی ګواښ بولي او وايي چې، باید مخنیوی یې وشي.
راپور: جمیله ظریف