د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۳

«حکومت باید ژر تر ژره نوي کاندید وزیران د باور رای اخیستلو لپاره معرفي کړي»


ولسي جرګه له جمهور رییس حامد کرزي څخه غواړي چې ژر تر ژره د یو شمیر وزارتونو لپاره کاندیدان دې جرګې ته د باور رای د تر لاسه کولو په هدف معرفي کړي.

نږدې دوۍ اونۍ مخکې د کابینې د یوه ارشد وزیر په ګډون پینځو وزیرانو او یو شمیر دولتي مسولینو د راتلونکې کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د کاندیداتورۍ په خاطر له خپلو دولتي پوسټونو استعفی وکړه.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال صالح محمد سلجوقي هیله څرګنده کړه، چې دا کسان به راتلونکې اونۍ ولسي جرګې ته ور وپيژندل شي.

ولسي جرګه وایې چې د مالي کال په ختمیدو او د وزارتونو د پروګرامونو د ښه عملي کیدو په هدف، حکومت باید ژر تر ژره نوي کاندید وزیران دې جرګې ته معرفي کړي.

دا غوښتنه په داسي حال کې مطرح کیږي، چې په وروستیو کې شاوخوا پينځلسو دولتي مسولینو په انتخاباتو کې د ګډون په هدف له خپلو دولتي پوستونو استعغی و کړه.
د ولسي جرګې دوهم مرستیال صالح محمد سلجوقي د چهارشنبې په ورځ له آزادۍ راډیو سره په مرکه کې وویل، چې جمهور رییس کرزی باید راتونکې اونۍ دا کسان ولسي جرګې ته معرفي کړي:

( د ولسي جرګې د ټولو غړو غوښتنه دا ده چې ژر تر ژره دا کسان د رای اعتماد لپاره ولسی جرګې ته معرفي شي. موږ تمه لرو چې جمهور رییس راتلونکې اونۍ دا کسان ولسی جرګې ته معرفي کړي. )

شاغلی سلجوقي وایې، چې دا کسان ځکه باید ژر تر ژره ولسي جرګې ته معرفي شي څو د وزارتونو د پراختیایې بودیجې د لګولو د څرنګوالي په اړه ولسي جرګې ته معلومات ورکړي.
شاوخوا دوې اونۍ مخکې د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول، د سوداګرۍ وزیر انوارالحق احدي، د اوبو او انرژۍ وزیر محمد اسماعیل خان، د کانونو او پطرولیم وزیر وحید الله شهراني او ارشد وزیر هدایت امین ارسلا په انتخاباتو کې د ګډون په هدف له خپلو حکومتي دندو استعفی وکړې.

د ۱۳۹۳ لمریز کال د جمهوري ریاست انتخاباتو ته د کاندیداتورۍ په هدف دغه راز دوو والیانو، د ولسی جرګې یو شمیر استازو او ځينې نورو حکومتي مسولینو استعفی وکړې.

و موغوښتل یادو حکومتي پوسټونو ته د نویو وزیرانو د معرفي کولو په اړه د جمهوري ریاست نظر هم و لرو، خو بریالي نشو.

اخو جمهور رییس حامد کرزي په وروستیو کې یوې خبري غونډې ته څرګنده کړه، چې ډیر ژر به دې دولتي پوسټونو ته نوي کاندیدان معرفي کړي.

ښاغلي کرزي د وزیرانو او یو شمیر نورو دولتي مسولینو کاندیداتوري د دوی قانوني حق و باله:

(وزیر صاحبانو د نورو خلکو غوندي قانوني حق درلود څو ځانونه کاندید کړي. دا ډیر مهم پوستونه دي او باید ژر تر ژره مسولین پیدا کړي چې ژر تر ژره به دا کار و کړو.)

د جمهوري ریاست د کاندیدانو د نوم لیکنې په بهیر کې د کابینې د یو شیمر غړو، د ولسي جرګې د استازو او یو شمیر دولتي مسولینو په ګډون اوه ویشتو کسان نومونه و لیکل.
خو د دل آغا کوهدامني په نامه یو کاندید چې د کاندیداتورۍ شرایط یې نه وه پوره کړي، د کاندیدانو له لست څخه لري شو.

په داسي حال کې چې د اوسني حکومت د کاري مودې پای ته رسیدو ته نږدې شپږ میاشتې وخت پاته دی، یو شمیر کارپوهان وایې حکومت نباید د سرپرستانو په ټاکلو سره کاري خلا رامنځ ته کړي.
XS
SM
MD
LG