په داسې حال کې چې شاوخوا دوه میلیونه حاجیانو په سعودي عربستان کې د حج مناسک پیل کړي د MERS میرس په نامه د یوه خطرناک ویروس خوریدو اندیښنې رامنځ ته کړې دي.
د میرس ناروغۍ له کبله په نړۍ کې د شپېتو مړو کسانو یو پنځوس تنه په سعودي عربستان کې مړه شوي او داسې اندیښنې هم شته چې ښايي ځینې حاجیان دا ویروس خپلو هېوادونو ته انتقال کړي.
میرس د SARS سارس په پرتله چې لس کاله پخوا یي په اسیا کې څو سوه کسان ووژل ډیر خطرناک بلل شوی خو د سرایت امکانات یي نسبتا کم دی.
په دوه میلیونه حاجیانو کې شاوخوا پنځو یشت زره افغان حاجیان هم شامل دي. احمدتکل له افغان حاجي نعیم روان سره چې اوس مهال په مکه معظمه کې دی مرکه کړې او په سرکې یې دا پوښتنه ترې کړې چې افغان حاجیان د مېرس له ناروغۍ څخه څومره خبر دي او آیا د دوی د ساتنې لپاره لازم اقدامات شوي دي کنه: