د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۹

حامد کرزی به د روسیې د وروستی ادعا په اړه نړېوال متحدین وپوښتي


افغان ولسمشر حامد کرزی وایي، د روسیې د هغې ادعا په اړه به خپل نړېوال متحدین وپوښتي چې ویلي یې دي، په افغانستان کې د سوریې د حکومت یاغیان روزل کیږي.

څو ورځې مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په مسکو کې وویل چې؛ د نړۍ یو شمېر هېوادونه په افغانستان کې د سوریې د حکومت یاغیان روزي.

په ورته وخت کې یو شمېر افغان کتونکي د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې بې اساسه بولي.

خو دوی وايي چې؛ پاکستاني طالبان ښايي د سوریې له یاغیانو سره اړیکې ولري.

په افغانستان کې د سوري یاغیانو د روزنې په برخه کې د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر له څرګندونو وروسته افغان ولسمشر وویل چې؛ د دې ادعاوو په اړه به جدي څیړنې وشي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د تیرې جعمې په شپه له خپل کویټي سیال سره د خبرو پر مهال وویل چې؛ د نړۍ یو شمېر هېوادونه د سوري یاغیانو د روزنې لپاره د افغانستان له خاورې په غیر مستقیمه توګه کار اخلي.

خو افغان ولسمشر حامد کرزي د یکشنبې په شپه د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره په یوه خبري غونډه کې وویل چې؛ دا مساله د افغانستان لپاره ډیره مهمه ده او په هکله به خپل متحدین وپوښتي:

"دا چې د سورېې مافیا ته د افغانستان په هغو سیمو کې چې د حکومت د ولکې لاندې نه دي د کیمیاوي زهري موادو په برخه کې روزنه ورکول کیږي، دا د افغانستان او زموږ د هېواد لپاره ډیره مهمه مساله ده.

په دې برخه کې به هم د افغانستان دولت اقدام وکړي او هم به له خپلو ټولو ملګرو هیوادونو چې د افغانستان د جګړې د ختمولو لپاره راغلي سوالونه وکړو څو پدې برخه کې جزیات ترلاسه کړو."


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف څو ورځې مخکې په روسیه کې وویل چې سوري یاغیانو ته د افغانستان په یو شمیر سیمو کې چې حکومت لاس رسی نه ورته لري د زهري کیمیاوي موادو په هکله زده کړه ورکول کیږي.

که څه هم د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د کوم هیواد نوم نه دی اخیستی خو ظاهراً یې اشاره امریکا او لویدیزو هیوادونو ته وه چې په افغانستان کې پوځي اډې او عسکر لري.

امریکا او لویدیز هیوادونه په سوریه کې د بشار الاسد د رژیم له وسلوالو مخالفینو ملاتړ کوي.

وموغوښتل چې په دې هکله په افغانستان کې د آیساف ځواکونو نظر هم واخلو خو ددې ځواکونو مطبوعاتي دفتر په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

په ورته وخت کې یو شمیر افغان کتونکي د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې بې اساسه بولي.

د سیاسي چارو کارپوه جاوید کوهستاني آزادۍ راډیو ته وویل چې دافغانستان په خاوره کې سوري یاغیان نه روز کیږي، خو سعودي عربستان او پاکستاني طالبانو ورسره مرسته کوي:

"دغه یاغیان له سعودي عربستان او د پاکستاني طالبانو په مرسته د جنوبي او شمالي حوزو له لارې لیږدول کیږي.

د افغانستان په جغرافیه کې دا ډول پروګرام نشته او نه به هم وي خو پدې کې شک نشته چې د منځنی آسیا ځینې څانګې یا پاکستاني طالبان له بهرنیو اطلاعاتي شبکو سره اړیکې لري، خو د افغانستان په خاوره کې د سوري یاغیانو د روزنې په برخه کې تر اوسه هیڅ اسناد نشته.

زه فکر کوم چې روسیه غواړي پدې کار سره د خلکو ذهنونه په تشویش کې واچوي."


کوهستاني همدا راز وویل چې له تیر یو کال راهیسې یو شمیر پاکستاني او کله نا کله افغاني طالبان د پاکستان د شمالي او جنوبي وزیرستان له سیمو د سوریې جګړې ته لیږل شوي دي.

په ورته وخت کې یو شمیر عام افغانان وایي چې که د افغانستان له ځینو سیمو د سوري یاغیانو د روزنې لپاره کار واخیستل شي، نو د نړۍ له ځینو هیوادونو سره به د افغانستان اړیکې خرابې کوي.

دوی ټینګار کوي چې افغان حکومت باید د خپل حاکمیت د ساتلو لپاره ډیرې هڅې وکړي.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG