قیوم کرزی وايي چې، په انتخاباتو کې د ده د بریالیتوب په صورت کې به اوسنی ولسمشر حامد کرزی په حکومت کې ونډه ولري.
قیوم کرزي له رویټرز خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي؛ کرزی دا وړتیا لري چې، په راتلونکي نظام کې شامل وي، ځکه افغانستان د ده په څېر مشرانو ته اړتیا لري. نوموړی زیاتوي چې، کرزي په تېرو دیارلسو کلونو کې افغانستان یوموټی وساته.
د افغان ولسمشر بل ورور محمود کرزی چې؛ په انتخاباتو کې د قیوم کرزي ملاتړ کوي؛ وايي چې، حامد کرزی یو لوی رهبر دی او که د دوی ډله انتخابات وګټي، نو ده ته به په راتلونکي حکومت کې د اوسني حکومت له نورو چارواکو سره یوځای د ایران د خبره ګانو د شورا په څېر په یوه شورا کې غړیتوب ورکړي.
احمد تکل له محمود کرزي سره په انتخاباتو کې د قیوم کرزي د بریا په صورت کې د دوی د پلانونو په اړه خبرې کړي. محمود کرزي د مرکې په پیل کې په راتلونکي حکومت کې د خپلې کورنۍ د ونډې په اړه خبرې وکړې: