رویټرز خبري اژانس په کابل کې د یوه نوي او تفریحي پارک په اړه رپوټ خپور کړی چې؛ د نورو پارکونو سره توپیر لري.
د اوبو دې لوي پارک ته یوازې نارینه او ماشومان د لامبو، سونا او لوبو لپاره ورتلای شي.
دا اول وار دی چې په کابل کې د اوبو پارک جوړیږي.
رویټرز وايي، د اوبو د دې پارک په دروازه کې سخته تلاشي کیږي؛ خو تر هغه وروسته سړی ډير فکر نه کوي چې، دا به افغانستان وي.
خو د افغانستان په تنګ نظره ټولنه کې د اوبو پارک ته ښځې د ورتګ اجازه نه لري.
د ابو دا پارک د افغانستان د ملي شورا ودانۍ ته نږدې جوړ شوی دی.
د رویټرز په لیکنه، دې پارک پر جوړولو نږدې پینځه ملیونه ډالر مصرف شوي دي.
دې لګښت ته په کتلو ویلای شو چې؛ ښايي د دې پروژې مالکین تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان د راتلونکې په اړه ډيره اندیښنه نه لري.
محمود نجفي او د هغه دوو شریکانو څه باندې یو کال مخکې د دې تفریحي مرکز د جوړولو پریکړه کړې وه.
محمود نجفي رویټرز اژانس ته ویلي:
"کله چې موږ د دې پارک د جوړولو پریکړه وکړه؛ پوهېدو چې ۲۰۱۴ (میلادي) کال را روان دی."
د رویټرز په حواله، په افغانستان کې په عمومي ډول د خلکو عاید په اونۍ کې تر پنځوس ډالر کم دی؛ نو یوازې هغه کسان چې متوسط اقتصاد لري؛ دې پارک ته ورتلای شي.
هر سړی باید پارک ته د ورتګ لپاره پينځه سوه افغانۍ ورکړي.
د فهیم خان په نوم یوه هلک رویټرز اژانس ته وویلي:
"په افغانستان کې د داسې پراختیايي پروژو او داسې پرمختللیو ځایونو په لیدو ډیر فخر کوم."
د پارک مسوول محمود نجفي ویلي:
"موږ دلته اویا تنو ته د کار کولو زمینه برابره کړې او خوشحاله یو چې د خپلو ځوانانو لپاره مو د تفریح ښه ځای جوړ کړی دی."
نجفي د نورو افغانانو څخه هم هیله کړې چې؛ د امکاناتو د درلودو په صورت کې د خپل هیواد په ابادۍ او پرمختګ کې ونډه واخلي.