د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۷ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۶

په کابل کې د فایبر او مصنوعي مالوچو د تولید فابریکې پرانیستل شوه


په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د فایبر او مصنوعي پختې د تولید فابریکې په فعالیت پیل وکړ.

دې فابریکې د سه شنبې په ورځ د کابل په ختیځ کې د دوه میلیونه ډالرو په ارزښت د یوه افغان پانګوال په ابتکار خپل تولیدات پيل کړل.


د پکتیکا شاهین په نوم د فایبر او مصنوعي مالوچو د تولید فابریکې مسولین وایي چې؛ دا مهال شپږ سوه کارکوونکي لري او په ورځ کې د اوو ټنو مصنوعي پختې د پروسس وړتیا لري.

د دې فابریکې مشر "شیخ محمد" د سه شنبې په ورځ د خپلو فعالیتونو د پيل په مناسبت غونډه کې وویل چې تر راتلونکو څو میاشتو پورې به د خپلو تولیداتو اندازه د ورځې شل ټنو ته ورسوي.

شیخ محمد د خپلو فعالیتونو د تشریح ترڅنګ وویل چې په دې فابریکه کې له کباړ شویو بوتلو څخه مصنوعي پخته جوړیږي او د موکت په جوړیدو کې ورڅخه کار اخیستل کیږي.

"دا فایبر او مصنوعي پخته د آب معدني او پیپسې له بوتلو نه جوړیږي؛ موږ دا کرش کوو او له دې څخه پخته جوړیږي، بیا دغه پخته په کارپیټ یا موکت کې په کاریږي."

د فابریکې رییس د ځای او دایمي بریښنا له نه موجودیت څخه شکایت وکړ او له حکومت څخه یې غوښتنه وکړه چې؛ په همدې برخو کې آسانتیاوې ورته رامنځ ته کړي.

له دې وړاندې به ټول خالي بوتلونه له استفادې وروسته پاکستان ته تلل او له پروسس وروسته به د بیلابیلو موادو په جوړیدو کې ورڅخه کار اخیستل کېده.

په افغانستان کې د پانګونې د ملاتړ اداره یا آیسا د پانګونې د سکتور او صنعت د پراختیا هر کلی کوي.

د دې ادارې مشر وفي الله افتخار وایي، دوی حاضر دي چې له ورته فابریکو سره په بیلابیلو برخو کې مرسته وکړي.

"دا تولیدات چې اوس حاجي صاحب لري په اکثرو تولیداتو کې کارول کیږي؛ دا زموږ په اقتصاد سوداګریز بلانس باندې مستقم اغیز کوي؛ کابل ته په نږدې فاصله کې جوړو شوو صنعتي پارکونو کې به موږ هغو سوداګرو ته لومړی ځای ورکړو؛ چې ځمکه نه لري، موږ نور سوداګر هم هڅوو چې راشي او په مختلفو برخو کې پانګونه وکړي."

د افتخار په خبره دا مهال د پانګه والو د هڅونې هغه پالیسي هم د عملي کیدو په حال کې ده چې؛ څه موده وړاندې د وزیرانو شورا له خوا تصویب شوه.

د دې پالیسي له مخې هر هغه پانګه وال چې تر ۲۰۱۵ کال پورې د یو میلیون ډالرو په ارزښت پانګونه پیل کړي، د ځینو نورو آسانتیاوو ترڅنګ تر اوو کلونو له مالیې څخه معافیږي او وړیا ځمکه ورکول کیږي.

خو له دې پالیسي سره سره د هېواد امنیتي ستونزو ځینې سوداګر پانګونې ته زړه نا زړه کړي دي.

راپور: اسدالله لودین
XS
SM
MD
LG