ولسي جرګې د شنبې په ورځ د هیواد د امنیتي ارګانونو مسوولین استجواب کړل څو په هیواد کې د ناامنیو د زیاتیدو په هکله د دوی پوښتنې ځواب کړي.
په دې ورځ د کورنیو چارو او دفاع وزیران عمر داوودزی، جنرال بسم اله محمدي او د ملي امنیت د عمومي ریاست سرپرست رحمت اله نبیل، د ولسي جرګې غونډې ته ورغوښتل شوي وو.
د هېواد د امنیتی ارګانونو له مسوولینو سره د ولسي جرګې د غړو له سري غونډې وروسته؛ وکیلانو د مسوولینو د ځوابونو په اړه مختلف نظریات لرل چې؛ ځینوته د قناعت وړ او ځینو ته نه وو.
دغونډې وروسته د وکیلانو له قوله، د امنیتي ارګانونو ترمنځ د هماهنګي نشتوالی، له مخالفینو سره د ځینو امنیتي مسوولینو لاس یوکول او د انتخاباتو په هکله امنتیي اندیښنې هغه عمده پوښتنې وې چې ورغوښتل شویو امنتي مسوولینو ته راجع شوې.
د ولسي جرګې غړي بشیر احمد ته ینج، ازادي راډیو ته وویل؛ مسوولینو د امنیتي ارګانونو ترمنځ د هماهنګۍ د نشتوالي په ګډون په هېواد کې د ځینو امنیتي ستونزو په هکله د قناعت وړ ځوابونه ورکړل:
"زما په نظر امنیتي ارګانونو چې ځوابونه وویل؛ زه د دوی په خبرو کې یولړ صداقت وینم.
په تیره د هغو مسوولینو په څرګندونو کې چې نوي په دندو ګمارل شوي دي.
یوشمېر وکیلان د ځوابونو د اوریدلو پرمهال حاضرنه وو، خو څوک چې حاضر وو، پرې قانع وو."
ولسي جرګې په دې ورځ د کورنیو چارووزیر محمد عمرداوودزی، د دفاع وزیر جنرال بسم اله محمدي او د ملي امنیت د عمومي ریاست د سرپرست رحمت اله نبیل استجوابیه غونډې ته ورغوښتي وو.
ولسي جرګې په داسې حال کې د امنیتې ارګانونو مسوولین استجواب کړل چې د راپورونو له مخې د بدخشان او نورستان ولایتونو په ځینو ولسوالیو کې نا امني مخ په زیاتېدو ده.
د جرګې ريیس عبدالرووف ابراهیمي د وکیلانو د پوښتنو وروسته، د مسوولینو په پیشنها د او د وکیلانو په خوښه، دغونډې جریان سري اعلان کړ.
غونډه ترپاې پورې له رسنیو پټه وساتل شوه.
بل خوا د ولسي جرګې غړي محمد نعیم لالي حمیدزي ازادي راډیو ته وویل؛ د مسوولینو څرګندونې تشریفاتي وې او ځوابونه یې د قناعت وړ نه وو:
"کومې خبرې چې وزیر صاحبانو وکړې، د بشپړ قناعت وړ نه وې. هغه موضوعګانې چې وکیلانو مطرح کولې لکه د بدخشان، نورستان یا د کندهار په ولایتونو کې امنیتي ستونزې؛ د دې ستونزو اوارۍ ته مسوولینو قانع کوونکي ځوابونه ورنه کړل اوغونډه بې نتیجې پای ته ورسېده."
دا لومړې ځل نه دی چې؛ د امنیتي مسالو په هکله ولسي جرګه له مسوولینو ځواب غواړي بلکې له دې مخکې هم د ننګرهار او نورستان پر سرحدي سیمو د پاکستان د راکټونو د ویشتلو پرمهال د یادو ارګانونو مسوولین استجواب شوي وو.
کله کله ولسي جرګې د دې له امله چې مسوولینو د دوی پوښتنو ته دقناعت ځوابونه نه دي ویلي؛ استیضاح کړي هم دي او حتی د بارو رایې ځنې اخیستي دي.
کارپوهان وایي، ترهغې چې امنیتی ارګانونه، هماهنګ او ګډ امنیتي پلان ونه لري، په هیواد کې به د ناامنۍ ستونزه پرځای پاتې وي.
راپور: خان محمد سیند