د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۵

د مصر ولسمشر وايي انتخابات به د قانون تر ليکنې وروسته کېږي


عدلي منصور
عدلي منصور
د مصر موقت ولسمشر عدلي منصور خپل ولس ته په عمومي وینا کې ټینګار وکړ چې د نوي اساسي قانون د لیکنې د بهیر له بشپړیدو سره سم به د جمهوري ریاست او پارلمان انتخابات ترسره شي.

عدلي منصور پرون خپلو خلکو ته ډاډ ورکړ چې د دوه زره یولس (میلادي) کال د ولسي پاڅون اهدافو ته د رسیدو لپاره پر مخ روان دي .

عدلي منصور وايي:

موږ د راتلونکې په لور روان یو او هغه ګامونه اخلو چې تاسې روان کال د جون د دیرشمې په پاڅون کې ټینګار پرې کاوه څو د دوه زره یولس (میلادي) کال د جنورۍ د پينځه ویشتمې د انقلاب اهداف ترلاسه شي“

په مصر کې د دوه زره یولس کال د جنورۍ په پینځه ویشتمه د حسني مبارک په مشرۍ حکومت د ولسي پاڅون په نتیجه کې ړنګ شو .

اوس مهال د دې هیواد د نوي اساسي قانون پر طرحه کار روان دی.

د مصر موقت ولسمشر پرون مصریانو ته ډاډ ورکړ چې نوی اساسي قانون به په ځانګړي ډول د هیڅ یوې ډلې په پلوي یا خوښه نه وي.

منصور وايي:

نن موږ خپل اساسي قانون لیکو ، داسې قانون چې د ټولو مصریانو لپاره دی او ټول مصریان یې په ګډه لیکي. قانون به د هیڅ یوې ډلې او ګروپ لپاره ځانګړی نه وي بلکه د (مصر د ولس) ټولو خلکو لپاره به وي“

عدلي منصور تاکید وکړ چې د اساسي قانون له مخې به د جمهوري ریاست او پارلمان انتخابات وشي .
XS
SM
MD
LG