د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۰۱

د سیمه ییزو ارګانونو ادارې او (UNOPS) د پراختیايي پروژو سند لاسلیک کړ


د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې له "یو. ان. او. پي. اس" یا د ملګرو ملتونو له عملیاتي دفتر سره د څو پراختیايي پروژو د پلي کیدو سند لاسلیک کړ.

د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مسوولین وایي چې د چاپان په دیارلس ملیونو ډالرو تازه مرستې باندې به د ننګرهار په سرخرود او بهسود ولسوالیو کې د سړکونو؛ ښوونځیو او روغتیایي مرکزونو د جوړیدو څو پروژې عملي شي.

دا پروژې به د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې او د "یو ان او پي اس" یا د ملګرو ملتونو د عملیاتي دفتر له خوا په ګډه پلې شي.

د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مشر عبدالخالق فراهي د یکشنبې په دې اړه د دواړو ادارو ترمنځ د سند د لاسلیک کیدو په وخت وویل:

"د دې مرستو پیسې د ملګرو ملتونو د خدمتونو ادارې له خوا له سیمه ییزو ارګانونو سره په همغږۍ د ننګرهار په بهسود او سرخرود ولسوالیو کې پلي کیږي.

دغه پیسې په ټول ګټو پروژو لګول کیږي چې؛ د ښوونځیو، روغتونونو او سړکونو جوړول په کې شامل دي."


عبدالخالق فراهي همدا راز وویل چې؛ د دې پروژو د تمویل سند څه موده مخکې د جاپان سفارت او د افغانستان د مالیې وزارت تر منځ لاسلیک شوی و.

د رپوټونو له مخې جاپان په تیرو یوولسو کلونو کې له افغانستان سره په بیلابیلو برخو کې مرسته کړې.

څه موده مخکې د جاپان هیواد د رمپاپ پروژې سره چې؛ د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له خوا په پنځو ولایتونو کې پلي کیږي د ۲۱ میلون ډالرو په ارزښت مرسته وکړه.

د یکشنبې ورځې په غونډه کې په افغانستان کې د "یو ان او پي اس" ادارې استازي پالک روک شیک وویل چې؛ ملګري ملتونه به په افغانستان کې په راتلونکې کې هم خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

"زه هیله من یم چې په ننګرهار کې د دې پروژو ارزښت او نتیجه به دوه کاله وروسته کله چې بشپړې شي، راښکاره شي.

موږ په دې موده کې چې هر پرمختګ کیږي، خبر د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته ورکوو."


د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مسوولین په داسې حال کې د جاپان له خوا د لاسلیک شوي سند د پلي کولو په هکله خبرې کوي چې یو شمیر کتونکي په افغان حکومت انتقاد کوي چې؛ د نړیوالو له خوا د شویو مرستو پیسې په سمه توګه نه مصرفوي.

دوی وایي، که په تیرو یوولسو کلونو کې د نړیوالې ټولنې او یو شمېر بهرنیو هیوادونو له خوا د شویو مرستو پیسې په سمه توګه لګول شوې وای نو اوس به افغانستان له دومره ستونزو سره نه و مخامخ.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG