شاوخوا درې زره کاله وړاندې په پکتيا ګردېز کې جوړ شوي بالاحصار ته که څوک وروخيږي او ترې لاندې ګوري، څلور خواوو ته يې چې تر کوم ځايه د نظر ليد رسيږي د سيمې ننداره کولای شي.
دغه تاريخي ځای د پکتيا مرکز ګردېز په ښار کې د يوې لوړې غونډۍ پرسر له غټو کمرو جوړه کلا ده، دغه کلا چې لوړه چارديوالي لري او د غونډۍ چارچاپېره يې لا هم د پخوانيو کندو او ژورو شويو خندقونو اثرات ښکاري تاريخ ليکونکي او لرغون پوهان يې د ډېرې منلې تاريخي ابدې په سترګه ګوري.
د دې بالاحصار په تر ټولو لوړه نقطه کې درې مثلث شکله زاړه توپونه چې يو يې نيم ويجاړ او دوه يې سلامت او ډېر زارړه ښکاري په خپل پخواني ډول لا هم ولاړ دي.
له دې ځايه د ګردېز وروستۍ نقطې او د پکتيا لرې پرتې زرمت، احمدابا، سېدکرم،مېرزکې او ښواک ولسوالۍ هم ښکاري.
په پکتيا کې د مدني ټولنو فعالان اندېښنه څرګندوي چې دغه لرغونې او تاريخي کلا، د ويجاړېدو له خطر سره مخ ده.
د دوی په خبره د دې کلا چاردېوالۍ ته نږدې د غونډۍ پر ډډو د خلکو له لوري جوړ شوي کورونه د دې ځای لرغونتوب له منځه وړلای شي، ليکوال او کتونکی اسمعيل لاروی وايي :
”دغلته پاس کورونه ورختلي دي، په دېوالونو پسې څنګ په څنګ يې د کورنو دېوالونه جوړ شوي په يو متري د بالاحصار د دېوال کې کورونه جوړ شوي، دولت بايد پام ورته وکړي کنه دغه لرغونې کلا له منځه تلونکې ده “
دی وايي چې که چېرته دولت د دې لرغونې کلا او تاريخي ابدې ساتنې ته جدي پاملرنه ونه کړي ښايي، په پکتيا کې همدغه يوازينۍ او ډېر اوږد تاريخ لرونکې ابده او لرغونې کلا هم له منځه ولاړه شي.
يوازې لاروی نه دی چې د دې کلا د ويجاړېدو او تاريخي ارزښت د له منځه تلو وېره احساسوي، د پکتيا ګڼ شمېر مدني ټولنو فعالان او ليکوالان د دې کلا نه د راچاپېرو شويو جوړېدونکو کورنو پر اساس د دغه تاريخي او لرغوني ځای د ويجاړېدو په وېره کې دي:
” د ګردېز تاريخي بالاحصار نه دی نور ځايونه هم دي چې ړنګېدو او له منځه تلو خطر سره مخ دي، په پکتيا کې ډېرې لرغونې سيمې دي چې اطلاعات او فرهنګ يې په ساتلو کې پاتې راغلی دی، تر ۳۵ پورې تاريخي ځايونه ثبت شوي دي خو تر اوسه پورې دا دی تاسو بالاحصار ګورئ نه ده ژغورل شوی د نورو ځايونو به څه حال وي“
” بالاحصار ډېر لرغونی ځای دی تاريخي ارزښت لري، او دې تاريخ ته په کتو يې بايد يو څه وشي؛ او ښه وساتل شي خو تر اوسه پورې داسې ګام نه دی اخيستل شوی چې دغه بالاحصار دې د ويجاړېدو نه وژغوري“
د مدني ټولنو فعالان له ولايتي او مرکزي ادارې غواړي چې د دغه لرغونې کلا او تاريخي سيمې څخه راچاپېر واړه کورونه چې د دې ځای لرغونتوب ته زيان رسولای شي له منځه يوسي.
دوی وايي د دولت د نه پاملرنې له وجې خلکو په ډېره زړورتيا د بالاحصار په بيخ او ډډو کې څه چې ان د بالاحصار چاردېوالي د کوټې د دېوالونو په حيث کاروي.
د مدني ټولنو فعالان زياتوي چې که چېرته دولت په پکتيا کې بالاحصار په دې حال پرېږدي او په ساتنه کې يې پاتې راشي په دې ولايت کې نور شته لرغوني ځايونه به هم د دې ډول خطرونو سره مخ شي او خلک به يې په ډېره زړورتيا غصب کړي.
د پکتيا اطلاعات او فرهنګ ريس د دې لرغوني کلا او د دې کلا نه د رالاندې غونډۍ په ډوډو کې د جوړو شويو کورنو په اړه وايي چې دوی يې د مخنيوي هڅه کړې خو لا هم نه دي بريالي شوي.
دوی وايي ستونزه يې په دې کې ده چې په دې ځای کې د ملي دفاع مربوط ځواکونه پراته دي، د ده په خبره چې څو ځل يې د ساتنې او دوئ ته د ورسپارلو غوښتنې هم کړې دي خو چا يې په خبرو غوږ نه دی ګرولی :
” موږ ډېره هڅه وکړه چې دغه لرغونی ځای خپل ملکيت وګرځو، خو نه يو توانېدلي دلته اوس د دفاع وزارت ځواکونه پراته دي او د هغوی ملکيت دی، کوم ځای چې ستا په واک کې نه وي څنګه به يې وساتې اوس دغلته خلک ورنږدې شوي او کورونه پاس جوړ شوي دا د اجرايه ځواک مسوليت دی چې د دې ساتنه وکړي، که موږ ته يې وسپاري هم، که دوی اقدام ونه کړي موږ خو بيا هم نه شو کولای او د دوی په مټ يې بايد وساتو“
د ګردېز بالاحصار په داسې حال کې د نړېدو له خطر سره مخ دی چې په دې ولايت کې ډېرې لرغونې سيمې د اطلاعات او فرهنګ رياست د کارکونکو له پامه لوېدلې دي.
د مدني ټولنو د فعالانو په خبره چې د دې ولايت د اطلاعات او فرهنګ رياست کارکوونکو پرته له معاشونو ترلاسه کولو، په دې او يا نورو ورته برخو کې هېڅ ډول کار نه دی کړی او هېڅ ابده يې د له منځه تلو له خطر څخه نه ده، ژغورلې.
راپور – داود تپان- پکتيا