د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۵۱

د بلخ والي: المان دې له ۲۰۱۴وروسته هم له افغانستان سره خپلې مرستې نه بندوي


د بلخ والي عطا محمد نور د المان له هېواد څخه وغوښتل، ترڅو ورسته له ۲۰۱۳ کاله افغانستان یواځې پرېنږدي، د بلخ والي المان ته پردې هم ټینګار وکړ چې؛ د سیاسي مسولیتونو د انتقال او د ټاکنو د ترسره کېدو په درشل کې هم باید المان د افغان پوځ څخه ملاتړ وکړي ترڅو یو ځل بیا افغانستان د ۱۹۹۰ کلونو تجربه تکرار نه کړي.

د بلخ والي عطا محمد نور په مزارشریف کې چې د شرقي او غربي آلمان د۲۳ کال اتحاد لمانځ غونډې ته خبرې کولې، له آلمان څخه وغوښتل چې؛ د سیاسي مسولیتونو د انتقال ، د ټاکنو د ترسره کېدو په درشل کې له افغان دولت څخه ملاتړ وکړي او ورسته له ۲۰۱۴ کاله هم چې نړېوال ځواکونه خپل نظامي حضور له افغانستان څخه ختموي باید المان د افغانستان د ضروریتونو په لیدلو سره د یوې قانومنده ټولنې د رامنځته کېدو لپاره خپلو مرستو ته په افغانستان کې دوام ورکړي:

«تاسو افغانستان له یاده مه باسئ او ۱۹۹۰ کلونو تجربه بیا مه تکراروئ، د افغانانو ترڅنګ پاتې شي موږ له دې اړخه په تاسو باندې حق لرو، تاسو کولای شي چې؛ د خپلو نړېوالو متحدینو په مرستې سره کولای شي چې؛ وروسته له ۲۰۱۴ او د ۲۰۱۴ کال په درشل کې د انتخاباتو څخه نظارت وکړي او په پوځي مرستو له موږ څخه ملاتړ وکړي.»

داکتر کارنیلوس زیمرمن د المان فدرال جمهوري قونسل او په شمال کې د المان ځواکونو لوړ رتبه ملکي استازی وايي، چې دوي به وروسته له ۲۰۱۴ میلادي کاله هم په افغانستان کې حضور ولري او خپلو مرستو ته به دوام ورکوي.

زیمرمن وویل، څنګه چې د څه موده مخکې د المان د بهرنیو چارو وزیر په خپل سفر کې بلخ ته دا ژمنه کړې وه چې؛ ورسته له ۲۰۱۴ کاله به آلمان له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکوی موږ په خپلو ژمنو وفادار پاتې کېږو او آلمان په ۲۰۱۴ کال او له هغه ورسته هر کال ۴۳۰ میلیونه یورو له افغانستان سره مرسته کوي:

«هیڅ هېواد د افغانستان په پرتله دا مرستې نه دي ترلاسه کړي یواځې په ملکي برخه کې المان له افغانستان سره سږ کال او ورسته له ۲۰۱۴ م هر کال ۴۳۰ میلیونه یورو مرسته کوي.»

د المان سرقونسل په بلخ ولایت کې وویل چې؛ په ټوله نړۍ کې افغانستان یواځنی هېواد چې المان ورسره په دومره لویه پیمانه هر کال مرستې ترسره کوي.

په ټول افغانستان کې المان د ۵۰۰۰ په شاوخوا کې سرتېري لري چې؛ یواځې ۵۵۰ تنه يې د هېواد په شمال کې میشت دی چې افغان ملي پوځ په روزنه مصروف دي.

له ۲۰۱۴ کاله ورسته د ناتو غړو هېوادونو سرتیري له افغانستان څخه خپل نظامی حضور پای ته رسوی خو آلمان وایي چې د ۸۰۰ په شاوخوا کې به یې سرتیري په افغانستان کې دېره پاتې شی او د افغان پوځ روزنه او ملکي چارو کې به کارکوي.

مجیب الرحمن حبیب زی - مزارشریف
XS
SM
MD
LG