د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۴۸

راتلونکې یکشنبې د کاندیدانو د نوم لیکنې وروستۍ نیټه


امریکا چاپ، وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې د افغانستان د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو ته د ایتلافونو د جوړښت او سیالیو په اړه یوه مضمون خپور کړی او په یوې برخه کې یي لیکي:

راتلونکې یکشنبې د کاندیدانو د نوم لیکنې وروسته نیټه ټاکل شوې او لوبغاړې له دغې نیټې مخکې د سیالیو ډګرته راوځي.

په دې کار سره د جمهور رئیس حامد کرزي د متحدانو او مخالفانو ترمنځ هم سیالۍ او مخالفتونه په ډاګه کیږي.

ورځپاڼه لیکي، جمهور رئیس کرزی د دریم ځل لپاره ځان نشي کاندیدولای، خو بل کوم کس چې د ده پر ځای راځي، د افغانستان په تاریخ کې به ترټولو سخت حالت سره مخامخ وي.

په دې معنی چې د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونه له افغانستان څخه وځي، بهرنۍ مرستې مخ په کمیدو دي او طالب وسله وال هڅه کوي چې قدرت تر لاسه کړي.

وال سټریټ ژورنال لیکي: که چېرې د جمهوري ریاست انتخابات د طالبانو د شخړو او درغلیو له اندیښنو سره سره، په شفاف ډول ترسره شي، له افغان حکومت څخه د نړېوالې ټولنې ملاتړ به یقیني کړي او دا به په افغانستان کې په ډموکرایټک ډول د قدرت لومړنی انتقال وي.

ورځپاڼې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارلانشا د منشي ضیاالحق امرخیل خبره راخیستې چې وایي، د جمهوري ریاست راتلونکي انتخابات داسې انتخابات دي چې؛ ټول خلک ورته انتظار دي او د افغانانو ژوند ور پورې تړلی دی.

که چېرې موږ ښه انتخابات ولرو، نو ښه حکومت به ولرو، د اداري فساد پر ضد به جګړه وکړو او په هېواد کې به سوله ټینګه شي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې، د کمونستانو له خوا په پلچرخي کې د افغانانو د ډله يیزې وژنې جنایت ته کتنه کړې او په یوه مضمون کې لیکي:

د کابل په لمنو یعنې د پلچرخي زندان په شاوخوا کې زیات شمېر افغانان د بولډوزرونو په واسطه ژوندي ترخاورو لاندې شوي وو او مجرمو پوځیانو وروسته وویل چې؛ دا لکه یوه زلزله وه او د بندیانو خپلوانو هڅه کوله چې تر خاور لاندې شوي کسان را وباسي.

ورځپاڼه لیکي: ۳۴ کاله وروسته د کمونستانو په لاس د وژل شویو پنځه زرو کسانولیست چې د ۱۹۷۸ او ۱۹۷۹ کلونو ترمنځ له نیولو اوشکنجو وروسته وژل شوي وو، د سپتمبر میاشت کې خپور شو .

نیویارک ټایمز زیاتوي، جمهور رئیس کرزي د لیست له خپرویدو وروسته محتاطانه غبرګون ښکاره کړ او ویي ویل چې؛ پخلاینه له تعقیب او سزا ورکولو څخه غوره ده.

ورځپاڼه لیکي: دا په افغانستان کې یوه ډيره حساسه مساله ده او دا ځکه چې زیات شمېر پخوانی کمونستان دا مهال په افغان حکومت کې لوړې او مهمې څوکۍ لري او که خبره د تعقیب او سزا شي نو زیات شمير پخواني چارواکې باید د عدالت میز ته راښکل شي.

ورځپاڼه وړاندي لیکي: د لیست له خپریدو وروسته په خبري رسنیو کې د ځوان نسل تر منځ هم بحثونه ګرم شول او د پخوانیو جنایت کارانو د تعقیب اوسزا ورکولو غوښتنې زیاتې شوي دي.
XS
SM
MD
LG