د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۵ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۷

د بګرام د ۵۱۹ زندانیانو دوسیې څیړل شوي چې ۴۳۳يي بې ګناه دي


د بګرام زندان د محبوسینو د دوسیو څیړلو ته ټاکل شوی کمیټه وایي چې؛ تراوسه یې د ۵۱۹ زندانیانو دوسیې څیړلي چې؛ په دې ډله کې څه باندې څلور سوه او درې دیرش بې ګناه دي.

د یادې کمیټې غړو د سې شنبې په ورځ په کابل کې وویل، چې د پاته شپږ اتیا نورو تورنو بندیانو دوسیې یې د عدلي تحقیق او تعقیب په هدف لوی څارنوالۍ ته لېږلي دي.

دغه کمیټه د روان کال په حمل میاشت کې د ولسمشر حامد کرزي د یوه فرمان له مخې جوړه چې دنده یې یوازې د بګرام محبس د زندانیانو د دوسیو څېړل دي.

په بګرام زندان کې د توقیف شویو کسانو د دوسیو د څیړلو کمیټه وایي چې؛ د دوي د څيړنو له مخې تر اوسه د زندان څلور سوه او درې دیرش توقیف شوي کسان بې ګناه ثابت شوي او له بنده به ازاد شي.

د دې کمیټې غړو د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې؛ تر اوسه یې د بګرام زندان د ۵۱۹ توقیف شویو کسانو دوسیې څیړلي چې؛ اکثره یې بې ګناه دي.

د یادې کمیټې یوه غړي عبدالشکور دادرس وویل چې؛ د بګرام زندان ټول توقیف شوي کسان مدافع وکیل ته لاس رسی نه لري:

“موږ اصلآ پنځه سوه او نولس دوسیې صادرې کړي چې بګرام ته هم رسیدلي دي، له دې ډلې نه د څلور سوه او درې دیرشو زندانیانو د خوشې کیدو پریکړه شوې ده، د شپږ اتیا نورو زندانیانو دوسیې د ډیر تحقیق لپاره لویې څارنوالۍ ته لیږل شوي دي.”


د بګرام زندان د توقیف شویو کسانو د دوسیو څیړلو ته یاده کمیټه د روان کال په حمل میاشت کې د ولسمشر حامد کرزي د یوه فرمان پر اساس جوړه شوه.

د دې کمیټې غړي وایي چې؛ تر اوسه د څه باندې شپږ سوه توقیف شویو کسانو دوسیې د څیړلو لپاره دوی ته سپارل شوي دي.

دوی وایي چې؛ د بګرام زندان د نږدې نوي بندیانو دوسیې یې د ډیرو تحقیقاتو په هدف د هیواد لویې څارنوالۍ ته لیږلي دي.

د دې کمیټې د غړو په وینا دا مهال د بګرام زندان نهه اتیا نورې دوسیې د دوی ترڅیړنو لاندې دي او نیتجې به یې وروسته معلومې شي.

بګرام زندان د کابل په شمال کې د امریکایي ځواکونو له لویو زندانونو څخه وو چې مسولیت یې تیر کال افغان حکومت ته وسپارل شو.

د زندانیانو د دوسیو څیړلو ته د ټاکل شوې کمیټې غړی عبدالشکور دادرس وایي، هغه افغانان چې په بګرام زندان کې توقیف شوي دي، دوسیې یې د افغانستان د نافذه قوانینو په خلاف جوړې شوي دي:

“دوسیې اصلآ د افغانستان له اساسي قانون سره سمې نه دي جوړې شوي، قانونیت نه لري، اصلآ څارنوال او قاضي نه شي کولای چې د هغو دوسیو په اړه تصمیم ونیسي، په همدې اساس د خوشې کیدونکو کسانو شمیر زیات دی.”

نوموړي زیاته کړه، د بګرام محبس دزندانیانو ددوسیو دڅېړلو په هدف دټاکل شوی کمیټی دکار دپیل څخه تر دا مهاله ۱۰۸ زندانیان خوشې شوي دي.

تر اوسه امریکایي ځواکونو ددې کمیټې د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې یې ویلي، په بګرام زندان کې اکثره په طالبانو او القاعده پورې تړلي کسان زنداني دي چې خوشې کول به یې افغان حکومت ته خطر رامنځ ته کړي.

تر اوسه د بګرام زندان مسولینو هم ددې کمیټې د څرګندونو او د زندانیانو د ازادیدو په اړه څه نه دي ویلي.
XS
SM
MD
LG