کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼو د بېلابیلو موضوعاتو ترڅنګ د امریکا او افغانستان ترمنځ امنیتي او دفاعي تړون او همدارنګه په شمال کې د وروستیو نارامیو په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.
ویسا ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو سره لیکلي د امریکا او ولسمشر کرزي ترمنځ د امنیتي او دفاعي تړون په سر نوي اختلافات راپیدا شوي دي.
ورځپاڼه وړاندې لیکي، دغه اختلافات له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د امریکا د پوځي عملیاتو پر دوام، چې واشنګټن یې په امنیتي تړون کې ځایول غواړي، رامنځ ته شوي دي.
د مطلب لیکوال لیکي ولسمشر کرزي پخوا هم د بهرنیو ځواکونو د شپنیو عملیاتو او ملکي مرګ ژوبلې مخالفت کړی او اوس یې هم منل ورته ناشوني دي.
همدا ورځپاڼه په یوه جلا مطلب کې د امریکايي چارواکو څخه په نکل لیکي، هیله لرو د اکتوبر تر میاشتې له کابل سره یاد تړون لاسلیک شي.
د ویسا په سرمقاله کې راغلي یادو ستونزو ته په پام ښايي د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي او دفاعي تړون راتلونکي حکومت ته د لاسلیک لپاره پاتې شي.
بل خوا کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼو د افغانستان په شمال کې په وروستیو ناکراریو او غلاو باندې لیکنې او تبصرې کړې دي.
سرنوشت ورځپاڼه په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره لیکي د شمال لویه لاره د غلو په ولکه کې ده.
ورځپاڼې د خلکو له خولې لیکلي له ماښام وروسته د شمال پرلاره تګ راتګ نا شونی شوی،هغوی له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د دې لوې لارې امنیت ته دې پام وکړي.
ملي باور ورځپاڼې لیکلي طالبانو پنجشیر ته لاره پیدا کړه، لیکوال پوښتنه کړې شمال ته د جګړې د غځولو رازونه څه دي؟
د ورځپاڼې په مطلب کې راغلي، په دې وروستیو کې وسله والو طالبانو په پرلپسې توګه د خپلو حملو زور شمالي ولایتونو ته ډېر کړی دی.
د لیکوال په اند د بدخشان د کران و منجان ولسوالۍ ته د وسله والو جنګیالیو رسېدل له ډیرو سره ډول ډول اندېښنې راپورته کړې.
ملي باور د ملي شورا د یو شمېر غړیو څخه په نکل لیکي په بدخشان کې د وسله والو مخ ته تګ له امریکايي ګټو سره نښتی دی.
د ملي ارمان ورځپاڼې په سرمقالې کې راغلي بدخشان له پاکستان ،چین اوتاجکستان سره ګډه پوله لري او له همدې امله وسله والو ته زیات اهمیت هم لري.
د ملی ارمان ورځپاڼې لیکوال سپارښتنه کوي که چېرې بیا هم د بدخشان ولایت د کران و منجان ولسوالۍ د وسله والو لاس ته ورغله ،د لیکوال په باور د دې ولایت سقوط حتمي دي.
چمتوکوونکی :رحمت الله افغان