د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۵ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۷

د م.م د کیمیاوي وسلو پلټونکي سوریې ته ځي


د ملګروملتونو د کیمیاوي وسلو د پلټونکو یوه شل کسیزه ډله نن سوریې ته ځي.

دا په داسې حال کې ده چې؛ د ملګروملتونو د امنیت شورا نوی پریکړه لیک له دمشق څخه غواړي چې؛ ټولې کیمیاوې وسلې له منځه یوسي.

د کیمیاوي وسلو د کارپوهانو یوه لومړنۍ شل کسیزه ډله نن دمشق ته په دې هدف ځي چې؛ د سوریې د کیمیاوي وسلو د له منځه وړلو د تنظیم چارې پیل کړي.

د ملګروملتونو امنیت شورا د تیرې جمعې په ورځ یوپریکړه لیک تصویب کړ چې؛ له مخې یې باید د سوریې کیمیاوي وسلې له منځه یوړل شي او د دې کار لپاره د کیمیاوي وسلو د مخنیوي له ادارې څخه د مرستې غوښتنه شوې ده.

په پام کې ده چې؛ د کیمیاوي وسلو د مخنیوي د ادارې پلټونکي به د خپلو کارونو د ترسره کولو لپاره سبا د سوریې له چارواکو سره وګوري.

پلټونکي هیله من دی چې؛ د اکتوبر میاشتې تر پایه به د سوریې د کیمیاوي وسلو د زیرمو په اړه یو رپوټ برابر کړي.

د سوریې ولسمشر بشار الاسد د یکشنبې په ورځ ژمنه وکړه چې؛ رژیم به یې د ملګرو ملتونو پریکړه لیک عملي کړي او ټولې کیمیاوي وسلې به له منځه یوسي.

اسد دغه ژمنه د ایتالیا له یوه ټلویزیوني چینل سره په مرکه کې چې د یکشنبې په ورځ خپره شوه، وکړه:

(موږ د دغه پریکړه لیک له تصویبیدو مخکې له نړېوالې ټولنې سره د کیماوي وسلو د استعمال د مخنیوي او ساتلو په اړه موافقه کړې وه.

د روسیې په نوښت د دغه پریکړه لیک اساسي ټکی هم زموږپرهمدې غوښتنې څرخي چې موږبه دغه کارکوو. دا زموږغوښتنه ده او هغه مو په ۲۰۰۳ کال د ملګروملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړې وه چې په منځني ختیځ کې باید ټولې دغه وسلې له منځه یوړل شي چې دغه سیمه له کیماوي وسلو څخه پاکه شي.)

د ملګروملتونو پریکړه لیک له اسد څخه غواړي چې کیماوي وسلې نړیوالې ټولنې ته وسپاري خو که د هغه رژیم دغه کارونکړي په پریکړه لیک کې ورته د سزا ورکولو ګواښ ندی شوی.

سوریې وروسته له هغې د کیمیاوي وسلو په لرلو اعتراف وکړچې د اګست په ۲۱ د مشق ته نژدې په حمله کې چې زهرجن ګاز پکې استعمال شوی و، په سلګونو کسان ووژل شول.
واشنګټن د سوریې رژیم د دې کارمسول بللی خو د دمشق نژدې متحد مسکویې بیا ملامتي د سوریې په وسله والو مخالفینو اچولې ده.
XS
SM
MD
LG