د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۳

هشت صبح: نور نو انتخاباتي اتحاد وجود نه لري


کابل چاپ ګڼ شمېر ورځپاڼو د انتخاباتو پر ستونزو او انتخاباتي ایتلافونو لیکنې او تبصرې کړې دي.

د دنیا ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي، راتلونکو انتخاباتو ته ترګردو لویه او اساسي ستونزه امنیت ده، خو د حل لار هم لري.

د سرمقالې لیکوال امنیتي چارواکو ته وړاندیز کوي له انتخاباتو وړاندې باید په ټول هېواد کې عمومي او سراسري پوځي عملیات ترسره کړي او دا کار به وکولای شي د انتخاباتو امنیت خوندي کړي.

لیکوال په خلکو، قومي مشرانو او مدني ټولنو هم غږ کوي، چې د رڼو انتخاباتو په ترسره کولو کې له حکومت او د انتخاباتو له خپلواک کمېسیون سره مرسته وکړي.

د دنیا د سرمقالې د لیکوال په باور په دې سره کولای شو په هېواد کې شفاف او سراسري انتخابات ترسره کړو.

هشت صبح ورځپانې د ملي ایتلاف د چارواکو له خولې لیکلي، نور نو انتخاباتي اتحاد وجود نه لري.

یاده ورځپاڼه د دې جبهې د ویاند فیض الله ذکي له خولې لیکي، انتخاباتي اتحاد راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو ته د یوه واحد کاندید په معرفي کېدو ونه توانېدل، نو ځکه سیاسي جریانونه په انتخاباتو کې په یواځې توګه تصمیم نیسي.

ویسا په خپله سرمقاله کې لیکي، نامتجانس انتخاباتي اتحاد خپل انجام ته ورسېد.

د لیکوال په اند څوک چې د سیاست په الف نه پوهیږي د داسې اتحادونو او ایتلافونو ماتېدل ورته د حیراني وړ خبره نه ده.

د سرمقالې لیکوال په سختو ټکو سره لیکلي، په زغرده وایو ترڅو چې د سیاسي کدر قبله سمه نه شي پر اصولو ولاړ او پابند هېواد شموله ګوندونه چې ملي ملاتړ ولري او ملي ګټې او ارزښتونه یې نصب العین وي، جوړ او پیاوړي نه شي.

د لیکوال په اند د انتخاباتو پروسه به موله ناروا معاملو او کرغیړنو تړاوونو را ونه وزي او ولس به د څو ګوتو په شمار خپلسریو څېرو ته په لاس کې یرغمل وي.

سرنوشت په یوه جلا مطلب کې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته وړاندیز کوي چې؛ په راتلونکو انتخاباتو کې د درغلیو مخه ونیسي او د دې ترڅنګ دې په انتخاباتو کې هغه څوک کاندیدېدو ته پریښودل شي،چې فاسد،خاین او د خلکو په وینو او نورو جرمونو کې ښکېل نه وي.

د لیکوال په باور که چېرې دغه کار وشي،نو موږ به په دغه ځورېدلي ولس ترحم کړی وي.

هېواد دولتي ورځپاڼې د ولسمشر له دویم مرستیال څخه په نکل لیکلي، د عادلانه، رڼو او سراسري انتخاباتو ترسره کول د افغانستان د خلکو اساسي هیله ده.

چمتوکوونکی : رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG