د ملګرو ملتو د کارپوهانو یوه ډله په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د له منځه لپاره دمشق ته د تګ تیاری نیسي.
په عین حال کې رپوټونه وايي چې؛ د سوریې په شمالي ښار (رقه) کې پر یوه ښوونځي په هوايي حمله کې دولس تنه وژل شوي دي.
په سوریه کې د بشري حقونو څارنې یوې ډلې چې؛ مرکز یې په لندن کې دی، ویلي چې په دې هوايي حمله کې ډير زده کونکي وژل شوي او زخمیان دي.
د پيښې له ځایه په اخیستل شویو ویډیوګانو کې چې په لندن کې د بشري حقونو د څارنې د دې ډلې مرکز ته ور استول شوې، د انسانانو د بدن ټوټې څرګندیږي.
رپوټونه وايي چې؛ (رقه) د سوریې یوازینۍ سیمه ده چې په بشپړ ډول د بشارالاسد د رژیم د مخالفینو ترکنټرول لاندې ده.
د سوریې رژیم دا هوايي حمله د خپلو وسله والو مخالفینو د هغې حملې په ځواب کې کړې چې لږترلږه نولس عسکر په کې وژل شوي وو.
د رژیم مخالفینو تیره شپه د دمشق په شمال کې د پوځ پر مرکزونو حملې و کړې چې شپیته تنه په کې زخمیان شوي هم دي.
په عین حالکې د ملګروملتونو د سازمان څیړونکي د سوریې د کیمیاوي وسلو د له منځه وړلو خطرناک ماموریت ته تیاري نیسي.
د ملګرو ملتو د څارونکو یوه ډله په سوریه کې په اوو مواردو کې د کیمیاوي وسلو د استعمال ادعاوې وڅیړي. دوی به د اکټوبر د میاشتې په وروستیو کې د خپل کار یو بشپړ رپوټ ملګروملتو ته وړاندې کړي.
د دې سازمان یو بل هیات به چې سبا خپل کار پيلوي، د سوریې د کیمیاوي وسلو د زیرمو د له منځه وړلو ماموریت لري.
د ملګرو ملتو دا څارونکي به د اګست په یویشتمه نیټه دمشق ښار ته نږدې د کیمیاوي وسلو د حملې د څرنګوالي په اړه څيړنو ته هم دوام ورکړی.