د 1357 او 1358 کلونو پر مهال د یو شمیر وژل شوو کسانو د کورنیو غړو او په سلګونو خلکو په کابل کي مظاهره وکړه او له افغان حکومته یې وغوښتل چي د پیښي عاملین دي محاکمه کړي.
د هالنډ لویې څارنوالۍ په دې وروستیو کې د هغو پنځو زرو کسانو نومونه خپاره کړل چې په یادو کلونو کې د کمونستي رژیم له خوا وژل شوي وو.
مظاهره کوونکو چې د خلق او پرچم پر ضد یې شعارونه ورکول له افغان حکومته وغوښتل چي په دولتي ادارو کي دي د بشري حقونو د تیري کوونکو د کار مخنیوی وکړي.
د یکشنبې په ورځ دا مظاهره د ملي پیوستون د ګوند له خوا تنظیم شوې وه.