راپور: محمد قسیم سوله مل
په ملي شورا کې د نورستان یو شمیر استازي ادعا کوي، چې اوس مهال د یاد ولایت شپيته تر اویا فیصده خاوره د وسله والو مخالفینو په لاس کې ده.
دوی وايي چې؛ د لارو د بندښت له امله د دې ولایت خلک د خوراکي موادو او نورو د ضرورت لومړنیو شیانو له کمښت سره مخ دي.
خو د نورستان سیمه ییز چارواکي دا خبره ردوي او وایې چې؛ وسله وال مخالفین یوازې په سرحدي ولسوالیو کې فعالیت کوي.
په ملي شورا کې د نورستان استازي وایې، د دوی له بیا بیا غوښتنو سره لا هم حکومت له کونړه نورستان ته یوازېنۍ تللې لاره د وسله و الو مخالفینو له وجوده نه ده تصفیه کړې.
دغه استازیو د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې له شاوخوا دریو میاشتو راهیسې له کونړ سره د مرکز پارون لاره د وسله والو لخوا تړل شوې او هلته خلک د خوراکي موادو له کمښت سره مخامخ دي.
دوی دغه راز ادعا وکړه چې وسله وال مخالفین د نورستان پر شاوخوا اویا فیصده خاوره ولکه لري.
په ولسي جرګه کې د نورستان استازي احمد الله موحد په دې اړه خبریالانو ته وویل:
"نورستان په سلو کې شپیته اویا فیصده د مخالفینو په لاس کې دی. د هغو ولسوالیو لکه کامدیش او برګ مټال چې زموږ سرحدي ولسوالۍ دي محدودي ساحې د حکومت په واک کې دي، نور اطرافو کې کاملا مخالفین دي."
دغه استازي دغه راز وایې، چې د نورستان په مرکز کې خلک د خوراکي موادو د کمښت تر څنګ له ګڼو روغتیایې ستونزو سره هم لاس او ګریوان دي.
مخکې تر دې د نورستان د والي ویاند ظاهر بهاند هم په کابل کې یوې غونډې ته ویلي وه، چې د دې ولایت اکثره مواصلاتي لارې د وسله و الو مخالفینو له خوا تړل شوي دي.
خو نوموړي له آزادۍ راډیو سره په مرکه کې دا رد کړه، چې ګنې د یاد ولایت شاوخوا اویا فیصده خاوره د وسله والو لخوا تړل شوې ده:
"موږ دا منو چې په ځینو لري پرتو سیمو کې وسله وال مخالفین فعالیت لري، خو په دې کچه نه دي چې د نورستان اویا فیصده خاوره دي د دوی په لاس کې وي. زه دا خبره په کلکه ردوم."
اخوا د دفاع وزارت چارواکي وایې دوی شاوخوا میاشت مخکې د کونړ له چپې درې څخه په دوو مرحلو کې پوځي عملیات پیل کړي، چې لومړۍ مرحله یې بشپړه شوې او ډیر ژر به دوهمه مرحله هم پيل کړي.
د دې وزارت د اوپراسیون رییس جنرال افضل امان آزادي راډیو ته وویل، چې د عملیاتو په دوهمه مرحله کې به له کونړ څخه د نورستان مرکز ته غځیدلې لاره پرانستل شي:
"نن د پلان جوړونې وروستۍ تصمیم نیول کیږي، ښایې د دې اونۍ تر پایه یا هم په دوو درو ورځو کې دا عملیات پيل شي. ددې عملیاتو هدف د کونړ او نورستان تر منځ د لارې خلاصول دي."
د نورستان له نا امنیو څخه په داسي حال کې شکایتونه کیږي، چې د راپورونو له مخې وسله وال مخالفین په وروستیو کې د نورستان له برګ مټال څخه ګاونډي بدخشان ته اوښتي او د دې ولایت د کران او منجان ولسوالي یې نیولې ده.
د پوځي چارو کتونکي وایې وسلوال مخالفین هڅه کوي چې د افغانستان د ختیځو او شمال ختیځو ولایتونو په ناامنه کولو سره د ناامنۍ لمنه د هیواد ټولو شمالي ولایتونو ته و غځوي.