د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۰۲

صدیقي: د بدخشان د کران او منجان ولسوالۍ به له مخالفینو پاکه شي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تاییدوي چې؛ د بدخشان ولایت د کران او منجان ولسوالۍ طالبانو نیولې خو دوې یې بیرته نیولو ته جدي تدابیر نیولي دي.

د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي خبریالانو ته وویل، اضافي امنیتي ځواکونه سیمې ته د حرکت په حال کې دي او یاده ولسوالۍ به په څو ساعتونو او یا د ورځې تر پای پورې له وسله والو طالبانو بیرته ونیسي.

د سیمي اوسیدونکي وایي، که د بدخشان امنیتي وضعیت ته تدابیر ونه نیول د سیمې ناامني به نورو ولسوالیو ته هم وغځیږي.

د کورنیو چارو وزارت وایي، د بدخشان ولایت د کرمان او منجان ولسوالۍ ته د نورستان د ناامنه سیمي "برګمټال ولسوالۍ" څخه وسله وال مخالفین ورغلي او توانیدلي دي چې؛ سیمه تر خپلې ولکې لاندې راولي.

د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته د کرمان او منجان د ولسوالۍ وضعیت تشریح او ډاډ یي ورکړ چې، په څو ساعتونو او یا د ورځې تر پای پورې به نیول شوې سیمه بیرته تر بشپړ کنترول لاندې راولي:

«اوس مهال اضافي او د ضرورت وړ اضافي ځواکونه چې په سیمه کې له پولیسو سره مرسته وکړي، له څو استقامتونو څخه د ورتګ په حال کې دی.

په عملیاتو یي کار روان دی.

هیله ده په راتلونکو څو ساعتونو کې یاده ولسوالۍ له مخالفینو پاکه شي.»


صدیقي وویل، د کرمان او منجان پر ولسوالۍ د شنبې په ورځ شاوخوا دولس بجې وسله والو مخالفینو راکټونه توغولي او له پولیسو سره د نښتې وروسته توانیدلي چې، یاده ولسوالۍ ونیسي.

صدیقي دا هم وویل، څرنګه چې په ولسوالۍ کې کافي امنیتي ځواکونه موجود نه و، پرته له دې د سرو مال زیان ور ورسیږي، تاکتیکي په شاه تګ یې کړی دی.

ښاغلي صدیقی د وسله والو مخالفینو له خوا د وردوج د ولسوالۍ نیول رد کړل او ویې ویل چې؛ په وردوج ولسوالۍ کې یي اضافي امنیتي ځواکونه ځای پر ځای کړي او د وسله والو مخالفینو د فعالیت مخه یې نیولې ده.

په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازی امان الله پیمان وایي، د کرمان او منجان د ولسوالۍ د سقوط لامل په سیمه کې د امنیتي ځواکونو کموالی دی.

ده ازادی رادیو ته وویل، د سیمي امنتیي وضعیت یې څو څو ځلي له مربوط ارګانونو سره شریک کړی، خو د نه پاملرنې له امله دغه ستونزه لویه شوه.

ده وویل، که سیمي ته پراخ امنیتي تدابیر، ونه نیول شي، ممکن په لږه موده کې د دې ولایت نورې ولسوالۍ هم ناامنه شي:

«موږ دا ستونزه له دوه کالو راهیسي له چارواکو سره شریکه کړې، خو پر وخت ورته توجه ونه شوه.

د دې ولایت ځیني نورې ولسوالۍ هم تر ګواښ لاندې دي که امنیتي تدابیر ورته جدي او پراخ نه شي، ممکن په سیمه کې امنیتي ستونزې له دې هم پراخې شي.»


راپورونه وایي چې؛ د بدخشان امنیتي وضعیت له کابو یوه کال راهیسي مخ په خرابیدو دی او مخالفین هڅې کوي چې؛ لومړی په دې ولایت او ورپسې نورو شمالي ولایتونو کې ځای پرځای شي.

ځینې کتوونکي دا هم وايي چې؛ په القاعده پورې تړلې ځینې ډلې غواړي چې؛ په بدخشان او ور څیرمه سیمو کې د خپل نفوذ په پراخولو سره د مرکزي اسیا هېوادونو ته امنیتي ګواښونه متوجه کړي.

راپور: خان محمد "سیند"
XS
SM
MD
LG