د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۲

"د نوم لیکنې سیار مرکزونه د هېواد په کلیو کې خپل فعالیتونه پیلوي"


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسون وایي چې سبا ( شنبه) به په ټولو ولایتونو کې د سیارو مرکزونو په مرسته خلکو ته د راې ورکونې کارتونه وویشي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسون مسوولین وایي چې؛ د نوم لیکنې په درېیمه مرحله کې به تر شپږو اوونیو د هیواد په ټولو لیرې پرتو سیمو کې هغو خلکو ته د راې ورکونې کارتونه ورکړي چې؛ مخکې تر دې یې نه دي اخیستی.

د دې کمیسون د دارالانشا مشر ضیاالحق امرخیل د جمعې په ورځ آزادي راډیو ته وویل چې؛ په دې برخه کې یې له امنیتي ارګانونو مرسته غوښتې څو د سیارو مرکزونو د امنیت ټینګولو په برخه کې دوی سره مرسته وکړي.

هغه وویل، د انتخاباتو خپلواک کمیسون په دې پروسه کې تر ډیره ښځو ته د کارتونو اخیستلو زمینه مساعدوي.

"دریمه مرحله د میزان په شپږمه نیټه پیلیږي چې؛ سبا ده په ټول افغانستان کې، دغه مرکزونه به له ولسوالیو نه کلیو ته ځي څو ټولو هغو خویندو او ورونو ته لاس رسی برابر کړي چې؛ ونه توانیدل له کلیو نه د کارتونو اخیستلو لپاره مرکزونو ته راشي.

دغه اسانتیا د ټاکنو کمیسون د شپږو اوونیو لپاره برابره کړې.

هیله مند یو هغه خویندو او ورونه چې غواړي په ټاکنو کې برخه واخلي؛ خو که کارتونه نه لري له دې فرصت نه ګټه واخلي څو وکولې شي په آسانۍ سره کارتونه واخلي او ټاکنو کې برخه واخلي."


د انتخاباتو د خپلواک کمیسون د معلوماتو له مخې دغه پروسه به د عقرب میاشتې تر اتلسمې نیټې دوام وکړي.

د دې کمیسون د معلوماتو له مخې د کارتونو د ویشل لومړی مرحله د غبرګولي میاشتې له پنځمې نیټې پیل او د زمري میاشتې تر پنځمې یې دوام وکړ؛ دوېیمې مرحلې یې د زمري میاشتې له پنځمې نه د میزان تر پنځې دوام وکړ او درېیمه مرحله به یې د میزان په شپږمه نیټه د شنبې په ورځ پیل شي.

مخکې تر دې د مدني ټولنو یو شمیر غړیو په امنیتي ارګانونو او د انتخاباتو په خپلواک کمیسون انتقادونه کول چې؛ په یو شمیر لیرې پرتو سیمو کې یې د امنیت د نه شتون او رای ورکولو مرکزونو د کموالي له امله یو شمیر خلکو په ځانګړې توګه ښځو ته د کارتونو اخیستلو زمینه نه ده مساعده کړې.

د دوی په وینا، امنیتي او ټولنیزې ستونزې د دې لامل کیږي څو ښځې ونشي کړای د راې ورکولو کارتونه ترلاسه کړي.

بل خوا د افغانستان د آزادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ (فیفا) سره له دې چې د سیارو ټیمونو کار ښځو ته د کارتونو د ویش په برخه کې ګټور بولي؛ خو وایي چې، د امنیتي ستونزو له امله به دا کار په سمه توګه ترسره نشي.

د فیفا د بنسټ مشر جانداد سپین غر د جمعې په ورځ آزادي راډیو ته وویل چې؛ ښایي په دې پروسه کې هم یو شمیر خلک په غیر قانوني توګه کارتونه ترلاسه کړي.

"سیارو مرکزونو تر ټولو غټه ګټه به ښځو ته وي چې تر اوسه نه وي توانیدلي کارتونه واخلي؛ خو په ټوله کې به دا ستونزمن کار هم دې ځکه دغه سیار ټیمونه چې کومو ځایونو ته ځي؛ هلته به رسنې او ناظرین ونشي کړای له دې بهیر نه څارنه وکړي او د دې کارتونو د ویشلو د شفافیت ضمانت وکړي.

بل خوا امکان لري، کمیسون هم پوره کنترول په دې مرکزونو ونه لري، بیا هم کارتونه وړو ماشومانو ته په بې رویه شکل توزیع شي، ښایي ځینې کسان له یو نه ډیر کارتونه واخلي، د ښځو کارتونه به په غیاب کې توزیع شي، نو ځکه خو یې ستونزې له ګټو نه ډیرې دي."


هغه وویل چې، امنیتي ارګانونه به هم ونه توانیږي د سیارو ټیمونو د امنیت ټينګولو په برخه کې مرسته وکړي.

خو د انتخاباتو د خپلواک کمیسون مسوولین بیا وایي چې؛ له امنیتي ادارو یې مرسته غوښتې څو د راې ورکولو کارتونو د ویشلو پر مهال د سیارو ټیمونو امنیت ته جدي پاملرنه وکړي.

د انتخاباتو کمیسون چارواکي وایي چې؛ په پام کې لري، په هېواد کې څلورو ملیونونو خلکو ته د رایې ورکولو نوې کارتونه ورکړي.

د دې کمیسون د معلوماتو له مخې تر دې مخکې په تیرو انتخاباتو کې شاو خوا اولس ملیونو افغانانو د رایې ورکولو کارتونه ترلاسه کړي دي.
XS
SM
MD
LG