د عبدالهادي ارغندیوال په مشرۍ د حزب اسلامي مرستیال وايي چې؛ د ګوند مشر به د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ډاکټر عبدالله عبدالله د مرستیال په توګه کاندید نه کړي.
له دې مخکې د ملي ایتلاف د مشرانو له قوله راپور ورکړل شوی و چې؛ د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې به د دوی کاندید ډاکټر عبدالله او مرستیالان به یې یو د حزب وحدت مشر محمد محقق او بل د حزب اسلامي مشر عبدالهادي ارغندیوال وي.
د حزب اسلامي مرستیال انجنیر محمدخان له آزادۍ راډیو سره په مرکه کې تایید کړه چې؛ حزب او جمعیت په خپلو کې خبرې کړي، خو د ډاکټرعبدالله د مرستیال په توګه د ارغندیوال د کاندیداتورۍ آوازې یې رد کړې.
په دې اړه چې حزب د ډاکټرعبدالله د مرستیالۍ لپاره د ارغندیوال پرځای څوک معرفي کړي؛ ښاغلي محمد خان د څرګند ځواب له ویلو ډډه وکړه؛ خو ویې ویل چې، وروستۍ پرېکړه تراوسه نه ده شوې.
نوموړی همداراز زیاتوي چې حزب اسلامي او جمعیت اسلامي په خپلو کې د پخوانیو دښمنیو د له مینځه وړلو او په راروانو انتخاباتو کې د ګډ دریځ د غوره کولو په مقصد خبرې کړې دي:
په ۱۳۷۱ کال کې د کمونیستي واکمنۍ له نسکورېدو وروسته حزب او جمعیت او نورو تنظیمونو په کابل او نورو ښارونو کې د قدرت پرسر خونړۍ جګړې پیل کړې چې؛ زرګونه انسانان په کې مړه او ټپیان شول او شخصي او دولتي شتمنۍ لوټ او تالان شوې.
د کارپوهانو په نظر نه یوازې د حزب او جمعیت د دې ایتلاف بلکې د ګڼ شمېر نورو کاندیدانو د روانو هڅو بنیاد هم تنظیمي او قومي دی.
د ویسا ورځپاڼې مسوول مدیر محمد زبیر شفیقي وايي؛ هسې چې تمه کېده په افغانستان کې ډیموکراسۍ وده ونه کړه او ځکه خو په انتخاباتو کې د کاندیدانو د کمپاینونو بنیاد قومي پاتې شو.
حزب په داسې حال کې له ملي ایتلاف سره چې له جمعیت اسلامي تنظیم څخه پاتې دی؛ د مرستیالۍ لپاره د کاندید په اړه بیا غور کوي چې انتخاباتو ته د یوه کاندید او دوو مرستیالانو د معرفي کولو لپاره په دې وروستیو کې څو لوی ایتلافونه هم جوړ شوي دي؛ خو داسې ښکاري چې، تراوسه یې کومه نتیجه نه ده ورکړې او د دوی ترمینځ ناندرۍ لاهم روانې دي.
د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات د ۱۳۹۳ کال په وري میاشت کې په پام کې دي. د دې انتخاباتو د کاندیدانو د نوم لیکنې بهیر د وږي په پنځه ویشتمه پيل شو او د تلې تر څوارلسمې به دوام وکړي؛ خو تراوسه د عبدالله شېر په نامه یوازې یوه کس په رسمي ډول د کاندید په توګه خپل ثبت کړی.