د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۴

د فوزيه کوفي په مشری یوه نوي سیاسي بهیر د موجودیت اعلان وکړ



راپور: جمیله ظریف

په افغانستان د موج تحول په نوم یوه نوې سیاسي بهیر د پنجشنبې په ورځ د موجودیت اعلان وکړ.

د دې سیاسي بهیر مشره د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي ده، هغې د پنجشنبې په ورځ د یاد بهیر د پیل په مراسمو کې خبریالانو ته وویل چې؛ د جمهوري ریاست راتلونکي انتخابات په افغانستان کې د بدلون راوستو یوازنۍ لار ده.

په دې غونډه کې د ملي جبهې مشر هم د سیاسي ګوندونو په همغږۍ ټینګار وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې؛ د افغانستان موج تحول بهیر به د سیاسي ګوندونو په جوړولو کې بدلون راولي.

د افغانستان د موج تحول سیاسي بهیر مسوولین وایي چې؛ د رامنځ ته کیدو اساسي هدف یې په انتخاباتو کې برخه اخیستل دي.

د نوي رامنځ ته شوې سیاسي بهیرمشره په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازې فوزیه کوفي ده.

هغې وویل چې؛ د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو راتلونکي انتخابات په هیواد کې د بدلون د رامنځ ته کیدو یواځینې لاره ده.

فوزیې کوفي د پنجشنبې په ورځ د موج تحول سیاسي بهیر د پرانیستنې په مراسمو کې د نویو سیاسي څیرو په رامنځ ته کیدو ټینګار وکړ:


(موږ غواړو د افغانستان د سیاست نوې څیره وړاندې کړو، د داسې سیاست چې په هغه کې تبعیض نشته او قانون مراعت کوي.

په انتخاباتو کې په پراخه کچه برخه اخیستل د افغانستان د موج تحول یو مهم هدف دې، دا داسې یو بدلون دې چې مونږ به یې نتیجه په راتلونکو څو میاشتو کې وګورو.

هغو کسانو ته به اجازه ورنکړو چې په افغانستان کې د قدرت د پاتې کیدو په فکر کې دي چې یو ځل بیا د افغانستان په خلکو حاکم شي).

میرمن کوفي وویل، دوی هڅه کوي ټولنیز عدالت او جنسیتي تبعیض له منځه یوسي.

نوموړې زیاتوي چې بهیر یې د یو شمیر سیاسي احزابو، مدني ټولنې غړیو، خپلواکو سیاسي څیرو او یو شمیر ځوانانو په ګډون جوړ شوې دې.

په دې وروستیو کې د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو لپاره د یو واحد کاندید د معرفي کولو په هدف څو سیاسي ګوندونه او ایتلافونه جوړ شوې دي.

خو د رپوټونو له مخې د دې ایتلافونو تر منځ ځینې اختلافات موجود دي چې ویل کیږي وبه نشي کړای د جمهوري ریاست انتخاباتو ته یو واحد کاندید معرفي کړي.

د افغانستان د ملي جبهې مشر احمد ضیا مسعود د افغانستان د موج تحول سیاسي بهیر د موجودیت اعلانولو په غونډه کې وویل چې لا هم په هیواد کې په سیاست کې له قومي او قبیلوي مسایلو کار اخیستل کیږي.

هغه هیله څرګنده کړه چې د افغانستان د موج تحول سیاسي بهیر به وکولی شي په هیواد کې لوی ټولنیز بدلون رامنځ ته کړي:

(هیله مند یو دغه نوې سیاسی حرکت وکولی شي د ډیموکراسۍ د پلي کولو او مدني ټولنو د تقویې په برخه کې مهم رول ولوبوي.

هیله مند یم چې د افغانستان د موج تحول سیاسي ګوند په رښتینې توګه د افغانستان د خلکو په ژوند کې په بیلابیلو برخو کې لوی بدلونونه راولي).

د رپوټونو له مخې ښایي د جمهوري ریاست تر راتلونکو انتخاباتو یو شمیر نور ایتلافونه هم جوړ شي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسون وایي چې د ایتلافونو رامنځ ته کیدل د انتخاباتو لپاره د کاندیدانو د شمیر د ډیریدو مخنیوی کوي.

سره له دې چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره د کاندیدانو د نوم لیکنې بهیر لس ورځې وړاندې پيل شوی خو تر اوسه هیڅ یوه ایتلاف هم د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره خپل کاندید نه دې معرفي کړي.
XS
SM
MD
LG