د امريکا پوځي اډه فورټ ایروین (Fort Irwin) د کاليفورنيا ايالت په مهاوي صحرا کې پرته ده. د امريکا په زرګونو سرتېري افغانستان، عراق او نورو هېوادونو ته تر تګ مخکې په دې پوځي اډه کې روزل کېږي. دوى د دغو هېوادونو له اقليمي شرايطو، د ژوند چارو او کلتوري مسايلو په اړه اشنا کېږي.
د پوځي اډې وضعيت او شرايط داسې برابر شوي چې جنګي شرايطو ته نژدې دي، امريکايي سرتېري د هغو هېوادونو شرايطو ته په پام سره پوځي تطبيقات کوي.