د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۶

د پکتيکا په سروبي کې د نجونو لېسه تړل شوې


د پکتيکا ولايت د سروبي ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې په ټوله ولسوالۍ کې يې د نجونو له پاره يوه لېسه لرله او هغه هم د ۱۳۸۷ کال راهيسې غيرفعال ده.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې په ولسوالۍ کې يې پينځه کاله وړاندې د ځينو نا امنيو له امله د نجونو لېسه غيرفعال شوه، چې تر اوسه پورې يې معارف د بېرته فعالولو هڅه نه ده کړې.

د سروبي د خلکو په خبره چې دغې ليسې په ۱۳۸۷ کال کې د دولسم ټولګي څخه يوه دوره نجونې فارغې کړې خو له هغه وروسته لېسه تړل شوې او غير فعال ده او د خلاصون اوفعالولو له پاره يې تر اوسه پورې کومې ادارې يا کومې ډلې ګام نه دی پورته کړی.

احمدجان چې د يادې ولسوالۍ د نوې کلا اوسېدنکی دی ازادۍ راډيو ته وويل موږ په وارونو،وارونو د دولتي چارواکو څخه غوښتنه کړې او مشرانو ورته ويلي دي، چې د دوی د نجونو له پاره لېسه بېرته فعاله کړي، خو معارف په دې برخه کې ګام نه دی اخيستی.

نوموړی وايي هغه نجونې چې ښوونځي ته به د درس په موخه ورتلې په کورنو ناستې او خوابدې دي وايي چې هېڅوک يې هم د ښوونځي د فعالولو له پاره کار نه کوي.

د ده په خبره چې د ولايت مقام، پوهنې رياست او ولايتي شورا ټولې اړوندې ادارې يې خبرې کړې دي چې په سيمه کې تړل شوې لېسه يې بېرته فعال شي خو چا يې غږ نه دی اورېدلی :

” زموږه لېسه دا څو کاله کيږي بنده ده، يوه دوره جنکۍ ترې فارغې شوې او هغسې وتړل شوه، موږ ډېر وارې ولايت ته، معارف ته او ټولو ته خبر ورکړی چې لېسه راته فعاله کړي خو دا کار يې نه دی کړی “

دا خبره د پکتيکا ولايت د پوهنې رياست چارواکي هم مني چې په سروبي ولسوالۍ کې يې د نجونو لېسه له څو کلونو راهيسې غيرفعال ده، خو وايي چې دوی هڅه کوي د سيمې د مشرانو او مخکښو کسانو په مرسته په دې وتوانيږي چې د نجونو دغه لېسه بېرته فعاله کړي.

د پکتيکا د پوهنې ريس کوچی ځاځی وايي له څو مياشتو راهيسې چې نوې يې خپله دنده پيل کړې په دې هڅه کې دی چې د دې ولايت د پوهنې په برخه کې د هلکانو ترڅنګ د نجونو زده کړو ته هم ډېر پام وکړي.

” زه چې دا څو مياشتې کيږي دې دندې ته راغلی يم، اوس په دې هڅه کې يم چې د هلکانو د تعليم ترڅنګ د نجونو تعليم ته ډېر پام وکړو، موږ ته تراوسه پورې څوک نه دي راغلي چې په دې برخه کې ورسره مرسته وکړو او په دې هڅه کې يو چې دغه لېسې ته وړ استادان پيدا کړو او د معارف د لايحې مطابق يې په لوړ معاش په دنده وګمارو “

د دې لېسې د تړل کېدو خبر په داسې حال کې ورکول کيږي چې د پکتيکا اوسېدونکي وايي په ټوله پکتيکا کې د نجونو د زده کړې له پاره سمه زمينه سازي نه ده شوې.

د پکتيکا د پوهنې رياست چارواکو د معلوماتو له مخې په بېلابېلو ولسواليو او مرکز کې دا مهال د نجونو له پاره ۴۳ ښوونځي لري چې په دې کې ۲۹ ابتدايه ۱۲ متوسطه او ۲ لېسې لري، چې په دې ټولو کې يې ۲۳۰۰۰ نجونې په زده کړو بوختې دي.

راپور – داود تپان -پکتيکا
XS
SM
MD
LG