په ولسي جرګه کې د وردوج ولسوالۍ پر پیښې د بدخشان ولایت د استازو له اندیښنو او انتقادونو وروسته؛ د جرګې اداري هیات د جرګې د غړو له مینځه د یوه پلاوي د ګمارلو سپارښتنه وکړه؛ څو پیښه له نږدې وڅاري او نتیجه یې ولسي جرګې ته وړاندې کړي.
د ولسي جرګې لومړي مرستیال میرویس یاسیني چې د شنبې په ورځ د غونډې د ریاست چارې یې ورپه غاړه وې؛ سربیره پردې چې په داسې مواردو کې یې د حکومت په نه پاملرنې انتقاد وکړ؛ پر ولسي جرګې یې هم تاکید وکړ چې؛ د پیښو پروړاندې دې خپل مسوولیتونه په ښه توګه ادا کړي:
"دا کمیسیون باید سمدلاسه جوړ شی. معاون صاحب به د دې کمیسیون غړي تاسې ته قرایت کړی. کمیسیون به سرله ننه خپل کارپیلوي.
د حکومت اعمال باید وڅیړل شي چې؛ په کوم لور روان دی. که موږ دا مسوولیت ادا نه کړو خلکو او خدای ته به مسوول یو."
راپورونه وایي، د تیرې چهارشنبې په ورځ د بدخشان ولایت د وردوج په ولسوالۍ کې د پولیسو د موتړو کتار د وسله والو طالبانو پرکمین برابر شوی چې کابو شل پولیس په کې وژل شوي او څو تنه ټپیان شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت تایید وي چې؛ د سیمې امنیتي ځواکونه د مخالفینو پرضد د عملیاتو وروسته په داسې حال کې چې له یوې سیمې نه بلې ته د تګ په حال کې وو؛ د وسله والو پرکمین پیښ شوی دی.
امنیتي مسوولین وایي، په دې پیښه کې اتلس پولیس وژل شوی او څو تنه ټپیان شوی دی.
د ولسي جرګې ځینو غړیو پرپیښې اندیښنه وښوده او حکومت یې په امنیتي چاروکې په بې پروایۍ تورن کړ.
د جرګې غړې نیلوفر ابراهیمي او شاه عبدالاحد افضلي وویل:
"۱- د حکومت او چارواکو د اصلی او مرکزي سیاسی لوبې هدف دا دی چې؛ د انتخاباتو پروسه ګډه وډه کړي. موږ نه غواړو د دې لوبو قرباني شو.
۲- د وردوج د پیښې مسوولیت د چارواکو پر غاړه دی؛ دوی د خپلو اهدافو لپاره د ناامنیو پروژې جوړوي؛ څو انتخابات ونه شي او د دوی قدرت دوام ومومي."
دوی خبرداری ورکړ چې، که حکومت د بدخشان امنیت ته تدابیر ونه نیسي، د سیمې ناامني به نورو ولایتونو ته هم وغځیږي.
خو افغان حکومت دارنګه انتقادونه رد کړي او ویلي یې دي، چې د سراسري انتخاباتو ترسره کیدو ته لا پوځي عملیات په پام کې لري.
په عین حال کې د افغانستان د دفاع وزارت په دې وروستیو کې وویل چې؛ د وردج ولسوالۍ له وسله والو مخالفینو پاکه شوې ده.
خو په ولسي جرګې کې د بدخشان ولایت استازو وویل؛ د امنیتي ارګانونو ضد او نقیض راپورونه به د سیمې له امنیت سره مرسته ونه کړي.
راپور: خان محمد سیند