د کیمیاوي وسلود مخنیوي نړیوال سازمان (OPCW) وايي، سوریې د خپلو کیمیاوي وسلو د پروګرام په اړه د توقع سره سم معلومات ورته سپارلي دي.
د دې سازمان خبرپاڼه وايي، اوسمهال د سوریې له لوري د ور سپارل شویو معلوماتو په څیړنه بوخت دي.
دا اعلان د هغه مهلت تر پای ته رسیدو مخکې شوی چې؛ د امریکا او روسیې د موافقې له مخې سوریې ته ورکړ شوی وو.
سوریې د کیمیاوي وسلو زیرمې باید د را روان میلادي کال تر نیمايي له منځه ولاړې شي.
ټاکل شوې وه چې د کیمیاوي وسلو د مخنیوي د نړیوال سازمان (OPCW) لوړ رتبه چارواکي نن غونډه وکړي او د مسالې لپاره یو مهال ویش وټاکي؛ خو دا غونډه ځنډول شوې ده.
د یو شمیر ډيپلوماټیکو سرچینو په حواله ویل شوي چې؛ روسیه او د امریکا متحد ایالات پر هغه طرحه چې باید پدې غونډه کې بحث ورباندې شوی وای؛ موافقې ته نه دي رسیدلي.
د ملګرو ملتونو سازمان تیره اونۍ په یوه رپوټ کې تایید کړه چې؛ د اګست په یوویشتمه، دمشق ته نږدې په خونړۍ حمله کې د (سارین) زهرجن ګاز څخه کار اخیستل شوی و چې؛ پر اعصابو اغیز کوي.
د ملګرو ملتونو په رپوټ کې په ځانګړي ډول پر کوم لوري تور نه دی پورې شوی؛ خو بریتانیه، فرانسه، د امریکا متحد ایالات او شمېر نور هیوادونه د سوریې پر رژیم د دې حملې د ترسره کولو تور لګوي.
د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کري د جمعې په ورځ د روسيې د بهرنیو چارو د وزیر سرګې لاواروف سره د خپلو ټلفوني خبرو په اړه وویل:
"زه باید دومره ووایم چې، نن سهار مې د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاواروف سره اوږدې خبرې وکړي. موږ د همکارۍ په اړه سره ږغیدلي یو او دواړه سلا شولو چې؛ د کیماوي وسلو د مخنیوي سازمان د اصولو د عملي کولو په کار کې همکاري کوو اوپر مخ به ځو."
جان کري د سپتمیبر په ۱۹ ویلې وو؛ هیڅ شک نشته چې د اسد رژیم د کیماوي وسلو حمله کړې ده.
د سوریې جمهور رییس بشارالاسد د اګست په یویشتمه د شوې حملې پړه پر وسله والو مخالفینو وراچوي.
د دمشق د رژیم متحده روسیه وايي چې؛ داسې پیاوړي اسناد شته چې ثابتوي چې دا حمله د وسله والو له خوا د تحریک لپاره شوې ده.
روسیې چې تر اوسه یې پر سوریه د پوځي حملې مخالفت کړی؛ پرون (شنبه) وویل، که چیرې د بشارالاسد د رژیم درغلي ثابته شي؛ نو د کرملین دا دریځ هم تغیر کولای شي.
د روسیې حکومت یوه لوړ رتبه چارواکي وویل چې؛ په یوه اونۍ کې باید ثابته شي چې؛ سوریه خپلې کیمیاوي وسلې چیرته ساتلې دي.
داسې باور دی چې، سوریه زر (۱۰۰۰) ټنه زهرجن کیمیاوي مواد لري.