د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۵۱

پوتین: ډاډه یو چې؛ د سوريي حکومت به خپله ژمنه عملي کړي


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، دی ډاډه دی چې د سوریې حکومت به د کیمیاوي وسلو د له منځه وړو په برخه کې خپله ژمنه عملي کړي.

د سوریې ولسمشر بشاراسد هم وايي چې؛ پرخپلو ژمنو ولاړ دی خو زیاتوي چې د دې ژمنو ترسره کول وخت او سلګونه میلیونه ډالره لګښت غواړي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، که څه هم دی په سلو کې سل ډاډه نه دی چې؛ د سوریې د کیمیاوي وسلو د له منځه وړلو پروګرام به په بریالیتوب عملي شي خو دی زیاتوي چې د سورېې د حکومت وروستیو اقداماتو دا ډاډ رامنځ ته کړی چې دا کار به وشي.

پوتین د خپل هېواد د خبریالانو او کارپوهانو یوې ډلې ته په وینا کې وویل، دی لاهم په دې عقیده دی چې دمشق ته نژدې د اګست په ۲۱ نېټه د کیمیاوي وسلو برید چې له څوارلس سوو زیات کسان یې ووژل یو پاروونکی اقدام و:

"ټولې نښې نښانې ښيي چې؛ دا برید یو پاروونکی عمل و. دا یو چل و، چې البته په ډېرمهارت ترسره شو خو د دې عمل د سرته رسولو تخنیک ډېر بدوي و."

لویديځ هېوادونه وايي چې؛ د ملګروملتونو د کارپوهانو راپور د دې حملې پړه د سوریې پر حکومت اچوي، خو د سوریې حکومت او روسیه د بشاراسد ضد وسله وال یاغیان د دې برید مسوول ګڼي.

ولسمشر اسد له فاکس نیوز سره په ټلویزیونې مرکه یو ځل بیا ټینګار وکړ چې؛ د ده حکومت دا حمله نه ده کړې:

"دا داستان له سره ترپایه نه سره جوړېږي او له حقیقت سره سمون نه لري. زه په لنډه درته وایم چې نه دا کار موږ نه دی کړی. موږ په غوطه نومې سیمه کې کیمیاوي وسله نه ده کارولې ځکه که تاسو دا کار کوئ نو په هغه ځای کې خپلو سرتېرو او همداراز په دمشق کې زرګونه ملکي وګړو ته زیان رسوئ."

ولسمشراسد څرګنده کړه حکومت یې ژمن دی چې؛ خپله د کیمیاوي وسلو زېرمه به له مینځه وړي خو ده زیاته کړه چې د دې پروګرام عملي کول یوکال وخت او یو میلیارد ډالر لګښت غواړي، خو د ده هېواد دا پیسې نه لري.

اسد وویل حکومت یې د دې کار تجربه نه لري.

روسیې او امریکا تېره اونۍ موافقه وکړه چې پر سوریې د امریکا د پوځي حملې د مخنیوي لپاره به د بشاراسد حکومت خپلې د کیمیاوي وسلو زېرمې د ملګروملتونو ادارې ته سپاري.

د روسیې دفاع وزیر سیرګي شویګو ویلي چې هېواد یې داسې کوم پروګرام نلري چې د سوریې کیمیاوي وسلې په خپل قلمرو کې له منځه یوسي.

روسیه او امریکا د نړۍ یوازیني دوه هېوادونه دي چې د کیمیاوي وسلو د بېلابېلو ډولونو له مینځه وړلو لپاره لازمه ټکنالوژي لري، خو د امریکا د قوانینو له مخې د دې هېواد قلمرو ته د کیمیاوي وسلو ننوتل ممنوع دي.
XS
SM
MD
LG