د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۵

د انتخاباتو لپاره د کانديدانو پر نوم ليکنې مقالې خپرې شوي


ډيلي ټيلګراف ورځپاڼه ليکي، په افغانستان کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د کانديدانو نوم ليکنه د دوشنبې په ورځ پيل شوه، خو تر اوسه چا خپل نوم نه دي ثبت کړي.

ورځپاڼه بيا د دې نوم ليکلو مودې ته اشاره کوي چې يوازې درې اونۍ ده.

همدغې مسالې ته د لويديځ يوې بلې ورځپاڼې، نيويارک ټايمز هم اشاره کړې ده او ليکي، داسې ښکارې چې په افغانستان کې انتخاباتي ايتلافونه په خپلو کې د يوه واحد کانديد په غوره کولو کې سره جوړ نه دي او نه شي کولي چې يو تن معرفي کړي.

نيويارک ټايمز بيا له لويه سره د ولسمشرۍ د انتخاباتو ترسره کيدو ته انديښنه څرګندوي او ليکي چې امنيتي ستونزې به ګڼ افغانان له دې راوګرځوي چې رايي ورکړي.

همدغه مساله ډيلي ټيلګراف هم په تفصيل څيړلې ده او ليکي، په لرې ولسواليو کې د امنيت ويره زياته ده، نو ښايي په ځينو سيمو کې راتلونکي کال يو مخ انتخابات ونه شي.

د ورځپاڼې په باور د ښځينه پوليسو کمبود بله ستونزه ده چې له دې سره ښايي ډيرې ښځې رايي ورنه کړي.

ډيلي ټيلګراف د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمسيون د تيرې مياشتې خبرې ته اشاره کړې ده چې ويلي يې وو، د انتخاباتو لپاره دولس زره ښځينه پوليسو ته اړتيا شته خو تر اوسه يوازې دوه زره پوليسې شته.

دغې بريتانوۍ ورځپاڼې په خپلې خپرې کړې مقالې کې د کندز د انتخاباتو د خپلواک کمسيون د مشر امان اله امان د وژلو پيښې ته هم اشاره کړې ده چې د چهارشبنې په ورځ ووژل شو.

نيويارک ټايمز امريکايۍ ورځپاڼې بيا د دې پيښې په اړه ليکلي دي چې يو ساعت له پيښې نه و تير شوي چې د طالبانو وياند ذبيح اله مجاهد په انټرنټ کې د ټويټر له لارې د دې پيښې مسووليت په غاړه واخيست. ورځپاڼه ليکي، چې ذبيح اله مجاهد تيرکال د اګست په شپږ ويشتمه د ټويټر پاڼه جوړه کړه، خو پخوا به يې د جي ميل او فيس بوک له لارې پيغامونه خپرول او دا ځل يې ټويټر وکاراوه.

خو د طالبانو د ادعاء سربيره په کابل کې د انتخاباتو د خپلواک کمسيون وياند وويل چې تحقيقات به وشي او دا وار له مخه ده چې څوک ووايي چې د کندز د انتخاباتو د خپلواک کمسيون مشر طالبانو وژلي.

د نيويارک ټايمز په باور ياغيانو چې د خلکو پام دغه قتل ته رااړولي دي، علت به يې ښايي دا وي چې دوي غواړي انتخابات ګډوډ کړي.
XS
SM
MD
LG