د اساسي پر تطبیق د څار کمیسیون وایې، اوس مهال د افغانستان په زندانونو او توقیف ځایونو کې جدي ستونزه نه شته.
د دې کمیسیون رییس ګل رحمان قاضي چې؛ د چهارشنبې په ورځ یې د زندانونو د وضعیت په اړه په تیرو درېیو کلونو کې د کړې څیړنې په اړه راپور وړاندې کاوه وویل، چې په زندانونو کې قانون په ښه ډول عملي کیږي.
د کورنیو چارو وزارت د محابسو او توقیف ځایونو چارواکي وایې، اوس مهال په زندانونو کې نږدې دیرش زره بندیان شته خو وایې په ځینو ولایتونو کې لا هم د زندان لپآره ودانۍ نه لري.
که څه هم تردې پخوا د افغانستان د زندانونو د وضعې په اړه ځینې اندیښنې څرګندې شوې وې، خو د اساسي قانون پرعملي کیدو د څار کمیسیون وایي چې؛ اوس مهال په زندانونو کې وضع ډیره ښه شوې.
ولسمشر حامد کرزي درې کاله وړاندې یاد کمیسیون موظف کړی وو، څو د زندانونو او توقیف ځایونو وضعیت وڅیړي.
د یاد کمیسیون رییس ګل رحمن قاضي د دې مسالې ترڅنګ د چهارشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، کوم بندیان چې له زندانونو څخه خوشې شوي دي، د زنداني کیدو لپاره یې کافي اسناد موجود نه وه:
"ترهغه وخته چې یو څوک د یوې با صلاحیته محکمې له خوا نه وي محکوم شوی، خپل اصلي حالت لري.
اوس نو باید داسې اسناد او شواهد وي، چې له مخې یې موږ د یو چا د ازادۍ حق واخلو، پر هغه حکم وشي او څه وخت هم په حبس کې پاته شي."
نوموړي دغه راز وویل، چې ده د زندانونو له مسولینو او زندانیانو سره له نږدې کتلي او بندیانو ورته ویلي چې؛ له ټولو اساسي حقونو څخه برخمن دي.
ده دغه راز وویل، هڅه کیږي چې د زندانیانو لپاره په زندانونو کې د حرفه یي او مسلکي او ان د لوړو زده کړو زمینې برابرې شي.
تردې پخوا په ځینو زندانونو په تیره په څرخي پله زندان کې یو شمېر بندیانو د مسوولینو له ناسم چلند او د زندانونو له خرابې وضعې څخه شکایت او ان د ډوډۍ نه خوړلو اعتصاب کړی.
اخوا یو مدني او حقوقي بنسټ د سې شنبې په ورځ د افغانستان په ځینو زندانونو کې د اداري او اخلاقي فساد او له بندیانو سره د ناسم چلند په هکله اندیښنه څرګنده کړه.
دغه بنسټ وایې، چې اوس هم یو شمېر کسان د محکمې له حکم پرته په زندان کې شپې سبا کوي.
خود کورنیو چارو وزارت د محابسو او توقیف ځایونو د ریاست مسولین وایې چې؛ تر ډیره حده د زندانونو موجوده ستونزې هواري شوي خو وایې چې؛ لا هم په یو شمېر ولایتونو کې زندانونه ودانۍ نه لري.
د محابسو او توقیف ځایونود ریاست مرستیال جنرال محمد عارف په دې اړه وویل:
"د محابسو او توقیف ځایونو عمومي ریاست په ټول هیواد کې اته ویشت زره محبوسین لري.
زموږ یو کم شمېر محبسونه یا کرایې کورونو کي دي او یا هم په دولتي ودانیو کې، خو هره ورځ مخ پر ښه کیدو ځي. موږ اوس په اکثره ولایتونو کې سټنډارډ محبسونه لرو."
وړاندې تر دې هم په یو شمېر زندانونو کې پر خپل وخت د زندانیانو د دوسیې د نه څیړلو اوپه ځینو زندانونوکې د بندیانو د شکنجې په اړه راپورونه خپاره شوي.
خو افغان چارواکو سربیره پردې چې په زندانونوکې یې شکنجه رد کړې وه ویلي یی وو چې د بندیانو د دوسیو د څیړلومساله یې هم جدي نیولې ده.